ټولنيزې ليکنېليکنې

په اوسني جهاد کې دافغاني ملالوڅوعجیبې خاطرې

لیکوال: ضیاءالحق (حسان)
کله هم چې کفري یرغلګر په کوم هیواد یرغل وکړي دهغه هیوادپه نارینه اوښځینه وګړو جهادفرض کیږي،  زموږجنتي ټاټوبی  کلونه وشول چې دښکیلاکګرو له خوا ورباندې یرغل شوی، دلته نه تنها ددې چم ځوانانو د دوی دمقابلې ډګرونه ګرم ساتلي بلکه ملالو موهم دجهاد لویه فریضه سرته رسولې، چې بلاخره ناټوګۍ ماته اوغروریی دړې وړې شو.
راځئ! د دې غیرتي خاورې دملالوڅو عجېبې کیسې ولولو.
یوملګري کیسه کوله: یوه شپه موږ یوکور کې میلمانه ؤ دشپې لپاره مو دمعمول په شان دپیرې لیست برابرکړ زما دوهم نوبت ؤ په پیره مصروف وم، چې دکور دروازه خلاصه او یوه سپین سرې مورکۍ می مخ ته ودریده،  ویل یې بچیه! کلاشینکوف راکړه! نور زه پیره کوم،ماورته وویل: مورې موږ ستابچیان یو موږ پیره کؤ، مورکۍ ویل بچیه زه غواړم جهادکې برخه واخلم او د دوزخ په اور مې سترګې حراحرامې شي اخر یې کلاشینکوف رانه واخیست اوترسهاره یی راباندی پیره وکړه.
یوبل ملګري ویل: دجهادلپاره موچنده کوله او ملګرو مو یو پیکاماشیندار اخیستی ؤ، کورکې مې دا کیسه وکړه، کله چې تنها شوم خورکۍ مې راته وویل دالس زره افغانۍ واخله دپیکاقرضه کې یې ورکړه، دازما دمخ دیدنۍ روپۍ دي ( کله چې پیغله واده شې خپلوان یی دلیدلوپرمهال روپۍ ورکوي) خوزماراز به چاته نه وایې هسې نه ثواب مې کم شي.
یوه مجاهد مولوي صاحب کیسه کوله: یوه ورځ مې شاګرد راته زر روپۍ راکړه او ویل یې مولوي صاحب! په دی مجاهدینوته مبایل لپاره کارتونه واخله، ماورته وویل چا درکړی؟ ویل یې: کورواله مې راکړې، هغې ویل نن مجاهدین عملیاتوته تللي ؤ اوسخت بمبارد ؤ ما نذر وکړ که الله نن مجاهدین روغ راستانه کړل دا روپۍ به دالله لپاره صدقه کوم.
یومجاهد کیسه کوله: کورته مومجاهدین زیات راتلل زموږ کورواله به یې جامې ورصفاکولې، یوه شپه خوب کې ویني چې نبی کریم “ص” ورته پړونی په سر کوي .
قدرمنو! لوستونکوشاید پورتنۍ کیسس مو د حیرانتیانړۍ ته بوزي، دا( مشت نمونه خروار)څو کیسې وې،  زموږ ټولنه کې داسې بې سارې قربانۍ وشوې چې تاریخ یې ساری نه لري، لوی رب دی داهرڅه دقبول په ګاڼه ونازوی.
دامت ځوانانو! داچې ملالو مو داسې قربانۍورکړي موږ اوتاسواودا دنګې ځوانۍ دڅه لپاره!
راځئ دجهادقطارونه ښکلي کړو او وروستیونسلونوته یوځل بیامعاذ، معوذ، محمدابن قاسم، یوسف بن تاشفین، صلاح الدین ایوبي او……. وریاد کړو.
په امت کې دبیدارۍ په هیله



Close