اسلامي لیکنې

د ښه ملګری انتخاب غوره راتلونکی

هجرت الله (سمیع)

که یو انسان کومه په زړه پوری غذا ته اشتهاءولرله، که هغه خوراک یی په طبعیت نه وه اوهغه یی وخوړله شاید چی مریض شی.

انسان په طبعی ډول ازاد  او خپلواک  فکراو نظرلری چی هرڅوک باید ځان ته هم ردیفه، همفکره ملګری (دوست) غوره کړي.

د غوره ملګري انتخاب ډیره ستونزمنه ده اوموثره ده، هغه متل دی چی وایي چی که ملا سره وګرځېدلې نو ملا به شې اوکه له بدانوسره وګرځېدلې نو بدترینه شخص به شې!

که یو څوک سالم عقل ولرې چی دا دنیا د انسانانانو لپاره یوامتحاني شکل لري اوهمدارنګه که یوڅوک د سبا ورځې ازموینې ته چمتوالی نیسي یا یو سړی سفرمخکې لري نو حتما فکر کوي چې د سفرلپاره کوم توکي اړین دي او د مسافرت لپاره خپل ځان ته څیزونه طبعآ آماده کوي.

دا خو یوعادي اماده ګي ده بې له پوښتنې که یوڅوک دقیامت په ورځ کامل ایمان اوباورولري چی زرې زرې حساب اوکتاب به راسره کیږی نوپوره چمتوالي سره باید اماده اوسي.

په دې دنیا کې خو به هرډول چالاکۍ څخه کار واخلې، خوهغه دنیا به د رب العزت په امرهر څه ګویا شی اوحتی ریکارد به ورته مخکی کښیودل شي.

نوالله تعالی دې ټول مسلمانان په هغه ورځ بريالي کړي چې ټول اعمال مخکې ايښودل شوي وي او حساب کتاب روان وي.

نوراځم خپل مطلب ته چې هرسړی به د قیامت په ورځ له خپل همردیفانوسره په قطارکې ولاړ وي. نو زما د ایمان ورونواهل صالح شخص سره دوستي وکړئ اوهمدارنګه پروردګار په قرآن عظیم شان کې فرمایلي دي.

یا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّـهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ ﴿١١٩﴾

ژباړه: ای مؤمنانو! دالله څخه وویریږئ او د رښتینو(صادقو) خلکوملګری شئ.

نوپروردګارمونږ  انسانانو ته رهنماء اولارښود رالیږلی دی که چیرته په مستقیمه لاره لاړو خوکامیاب به یو! اوکه چیرته کږه لاره موانتخاب کړه نو دمخکنیوقومونه په سرنوشت به اخته یو.

رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ ﴿٨۹

ژباړه: ای پروردګاره! مایوازی مه پریږده اوډیرغوره وارث خوهمدا ته یې.



مهم ټکي
Close