ټولنيزې ليکنې

د ټولنیز مسؤليت احساس

د ټولنيز مسئوليت تعريف:
ټولنيز مسئولیت به څېړونکو او ليکوالانو ډېر علمي او دقيق تعريف کړی وي، زه يې يوازې مفهوم ته اشاره کوم. ټولنيز مسئولیت هغه احساس او استعداد دی، چې يو تن د ژوند په ټولو برخو کې مرستې ته هڅوي او دې ته يې مجبوروي، چې د ژوند ستونزې په ګډه حل کړي او يو بل ته د مينې او محبت لاسونه ورکړي.
د ټولنيز مسئوليت ارزښت:
د ټولنيز مسؤليت احساس خبره کېدای شي ډېری خلکو ته عادي ښکاري او داسې انګيري، چې د مسؤليت احساس يوازې د خېر او ښېګنې په کارونه کې وي، خو په اصل کې د ټولنيز مسؤليت احساس يوازينی هغه شی دی، چې د ټولنې ټولې بدبختۍ له منځه وړي، ټولنې ته خوشحالي وربښې، ټولنه د دښمنۍ او بدبينۍ پر ځای مرستې او یووالي ته بوځي، د ټولنې هر وکړي ته د کار او زيار يو ځانګړی احساس ورکوي. کله چې په کومه ټولنه کې ټولنيز احساس شتون ونلري هلته مينه او محبت نه وي، هلته د همکارۍ او خوارۍ پر ځای تمبلۍ ځای نېولی وي، د احترام پر ځای د خلکو او مشرانو بې احترامي کېږي، د مشر او کشر توپير له منځه ځي، اخلاق په کې لوېږي، ځکه چې د ټولنيز مسؤليت احساس د ژوند کولو هغه وسيله ده، چې هرې ټولنې او هر تن ته د ژوند کولو يوه ځانګړې تګلاره برابروي.
د نن ورځې هغه ټولې ناخوالې او بدبختۍ، چې قومونه او په ځانګړې ډول په افغاني ټولنه کې شتون لري، یو مهم لامل يې د ټولنيز مسؤليت نه شتون دی. دا په دې معنا که چېرې د دغې ټولنې يو تن د ټولنيز مسئوليت احساس ولري او په ټولنه کې خپل وجود او مسؤليت درک کړي، هغه هېڅکله غلا نه کوي، هغه هېڅکله د چا پر کور نه ورخيژي، هغه هېڅکله چور او چپاول نه کوي، هېڅکله د چا مال په نا حقه نه خوري، هېڅکله په چا تېری نه کوي، ځکه چې هغه خپل ځان پېژني او په دی پوهېږي، چې په ټولنه کې د چا د مال خوړل د ده مسؤليت نه دی، بلکې د ده اساسي مسئوليت د دغسې کارونو مخنيوی دی، د ظلم پر ځای د ده مسئوليت له ظالم څخه د مظلوم ساتنه ده، د بدبينۍ او دشمنۍ پر ځای د ده مسئوليت خواخوږي ده، د بي اتفاقۍ پر ځای د ده مسئوليت اتحاد او یووالي ته لمن وهل دي، د قهر، غوسې، وهلو او ټکولو پر ځای د ده مسؤليت زغم او حوصله ده.
که په ټولنه کې استاد د خپل مسؤليت احساس وکړي، زده کوونکی به ورڅخه څه ياد کړي او که چېرې يې و نه کړ، نو ټولنه به د جهل او بربادۍ سره مخامخ شي. که امام خپل مسؤليت ونه پېژانده، د ټولنې د هېڅ درد دوا نشي کېدای. په ټوله کې که پلار د خپل مسؤليت احساس ونه کړ، هېڅکله نشي کولای د خپل اولاد روزنه په ښه توګه وکړي.
د ټولنيز مسئوليت احساس د چا دنده ده؟
په دې کې هېڅ شک نه شته، چې د ټولنې هر تن بايد د ټولنيز مسؤليت احساس ولري، د هر ځوی، د هر پلار او مور، د هر مشر او رئيس، د هر وزیر او هر ولسمشر، مګر د يو عادي فرد په پرتله د هغه تن د مسئولیت د احساس اغېزه په ټولنه کې ډېر وي د چا چې په ټولنه کې واک او قدرت ډېر وي د بېلګې په توګه ، په یو کور کې که د ځوی په پرتله پلار د مسئوليت احساس وکړي کېدای شي، چې د کور په وګړو يې اغېزه ډېره وي، ځکه چې د پلار رول او واک د ځوی په پرتله په خپله کورنۍ کې ډېر دی، همدا ډول که د يو کلي ملا د مسئولیت احساس ولري نو ښکاره خبره ده، چې د مقتدي په پرتله به يې په خلکو او ټولنه ډېرې مثبتې پايلې ولري.
که له دې لږ مخکې لاړ شو او د يو هېواد د ولسمشر په اړه فکر وکړو په ډاګه ويلی شو، چې د هغه د واک او قدرت لمن ډېره پراخه وي او کولای شي د ټولنيز مسئولیت احساس په درلودلو سره ټولنې ته ډېرې نېکبختۍ او خوشحالۍ راولي او د هوساينې پر لور يې رهي کوي، خو که چېرې دغه احساس و نه لري هېڅکله د ټولنې ستونزې نه شي درک کولای.
لکه څنګه چې د کور د مشر او یا د يو هېواد د ولسمشر د ټولنيز مسئوليت احساس ډېر اغيز لري، همدا ډول په ټولنه کې خصوصي تجارتي، خيريه او اقتصادي شرکتونه هم ډېرې مثبتې اغېزې درلودلی شي او د دغه احساس په درلودلو سره د ټولنې ډېرې ستونزې حل کېدلې شي، ځکه که چېرې دغه شرکتونه چې غټې سرمايې يې په لاس کې دي د ولس لوږې تندې درک کړي او د ولس درد خپل درد وګڼي نو ډېرې مثتبې اغېزې به ولري.
د ټولنيز مسئوليت ځانګړې ډولونه او نمونې:
دا پېيلې ده، چې د ټولنيز مسئوليت احساس يو داسې احساس دی، چې د ټولنې هر تن که هغه ځوی وي او که پلار وي، مشر وي او که کشر هغه مسئول دی او يو ځانګړی مسئوليت لري، مګر ځينې ځانګړې مسئوليتونه دي، چې په ټوله کې د يوې ټولنې ټول وګړي په يو ټغر رانغاړي او خپلو بنيادي مسئوليتونو ته يې متوجه کوي. د دغو نمونو څخه يې ځينې په لاندې ډول دي.
۱ – د شخصي مسئوليت احساس: شخصي مسئوليت په دې معنا چې هر تن له بل هر څه تر مخه د خپل ځان او کورنۍ په اړه د مسئوليت احساس وکړي، دغې نکتې ته په ځېنو نبوي احاديثو کې هم اشاره شوې او د ټولنې جوړېدل او پرمختګ له همدې ځای څخه پېليږي. که پلار د خپل ځوی د سالمې تربيې په اړه د مسئوليت احساس و نه کړي، يوه سالمه کورنۍ منځ ته نه شي راتللی، همدا ډول که ځوی د پلار احترام و نه کړي نو له نبوي حديثو به سرغړونه وشي او د کورنۍ د فساد لامل به شي.
۲ – په خپله دنده کې د مسئوليت احساس: دا هغه احساس دی، چې يو کارکوونکي ته د خپلې دندې په سر ته رسولو کې يوه نوې روحيه او انرژي ورکوي، ځکه که چېرې يو کارکوونکی هغه که د هرې څانګې وي د خپل مسئوليت احساس و نه کړي نو نشي کولای خپل کارونه په ښه ډول مخ ته بوځي او همدا ډول په هغه اخلاص او امانت دارۍ کار نشي کولای په کومو چې د اسلام سپيڅلي دين خپلو پېروانو ته امر کړی دی.
۳- قوانینو ته د احترام احساس: دا هم هغه احساس دی، چې ټولنه د چور او چپاول څخه ژغوري. د نن ورځې غاصبين او له غرور ډک هغه چارواکي، چې د دغه احساس څخه برخمن نه دي ټولنه يې له ډېرو ننګونو سره مخامخ کړې ده او په ټولنه کې يې ډېرې نا امنۍ او کرکې زېږولې دي.
د ټولنيز مسئوليت احساس يوه ستره او مهمه موضوع ده، چې په ټوله کې له کور او فرد فرد څخه شروع کېږي او تر ولسمشر پورې رسېږي، که چېرې په دغه زنځير کې ټولې ښکېلې کړۍ خپل مسئوليت وپېژني، په همغه اندازه به دا زنځیر قوي او مستقیم وي او ټولنه به د مينې، محبت، خوشحاليو او نيکبختيو ډکه وي.



Close