پیغامونه اورسمي بیانونه

د ترکمنستان هېواد د بې طرفۍ د اعلان د ۲۵ مې کلیزې په اړه هغه هېواد ته د مبارکۍ پیغام!

د دوست هېواد ترکمنستان جمهوریت د بهرنیو چارو ښاغلی وزیر جناب رشید مرادیف،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
زموږ احترامات ومنئ!
زه له خپلې خوا، د اسلامي امارت او افغانستان ولس په استازیتوب د ترکمنستان هېواد د بې طرفۍ د اعلان د ۲۵ مې کلیزې په مناسبت تاسو، د ترکمنستان حکومت او ستاسو د هېواد ټولو اوسیدونکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
موږ د ترکمنستان هېواد د بې طرفانه سیاست او سوله غوښتونکي دریځ قدرداني کوو او د ترکمنستان د جمهور رئیس ښاغلي قربان ګلي بیردي محمدوف تر حکیمانه رهبرۍ لاندې ستاسو ملت ته د استقرار، انکشاف او مرفه ژوند هیله لرو.
اسلامي امارت د خپل تأسیس له پیل څخه له ګاونډي او ورور هېواد ترکمنستان سره دوستانه اړیکې درلودې، هیله لرو چې په راتلونکي کې هم دا اړیکې همداسې تل پاتې او په سیاسي، اقتصادي، انکشافي او فرهنګي برخو کې نورې هم پراخه شي.

والسلام
ملا عبدالغني برادر د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس
۱۴۴۲/۴/۲۶هـ ق
۱۳۹۹/۹/۲۱هـ ش



مهم ټکي
Close