مرکې او راپورونه

په غزني کې د ۳۵ ماشومانو مرګ ژوبله او د ګوډاګۍ ادارې تبلیغاتي هڅه

تېره ورځ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د اغوجان په کلي کې یوې چاودنې ۱۵ ماشومان شهیدان کړل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل. د کابل ارګ چاودنه د «هېواد د دښمنانو» کار وباله، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودنې لامل د ناچاودې سرګلولې چاودېدل وښودل. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې که څه هم د اسلامي امارت نوم ندی اخیستل شوی او نه رسماً پرې ددې چاودنې مسوولیت ور اچول شوی، خو ضمناً یې د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې د اسلامي امارت کار یاد کړی او ویلي یې دي، چې اشرف غني ددې وحشي برید په ترڅ کې له طالبانو غوښتي، چې د اوربند په اړه دې د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني او له اسلام او بشریت سره په ټکر کې تروریستي بریدونه دې بس کړي.
که څه هم اوس پر دې د ټولو سر خلاص شوی، چې د کابل د ارګ چارواکي د تبلیغاتي جګړې په موخه د ملکیانو د شهادت هره پېښه پر اسلامي امارت ور اچوي، خو که چېرې پېښه پر دوی ثبوت شي، نو بیا وایي، چې وژل شوي ولسي وګړي نه وو، بلکې طالبان وو. ددې څرګنده بېلګه څه موده مخکې په مرکزي بغلان کې د بیکزادو په سیمه کې پر یوه دیني مدرسه بمبار و، چې د قران لس تنه ماشومان حافظان په کې شهیدان شول او د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته وویل، چې شهیدان شوي ټول واړه ماشومان وو، خو د کابل کاواکې ادارې وویل، چې وژل شوي طالبان وو. بله بېلګه یې په تخار ولایت کې په بهارک ولسوالۍ کې پر مسجد بمبار و، چې ۱۲ ماشومان په کې شهیدان شول، خو امرالله صالح وویل، چې وژل شوي طالبان وو او رسنیو ته یې ګواښ وکړ، چې که په یاده پېښه کې وژل شوي بیا ولسي ماشومان یاد کړي، نو دی به یې په اړه اقدام وکړي.
تازه په غزني کې د شوې پېښې په اړه د سیمې اوسېدونکي او د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د ناچاودې سرګلولې له امله رامنځ ته شوې او د کلیوالو پر وینا ماشومانو غوښتل، چې یوه ناچاوده سرګلوله سیمې ته د بنجاره سامان پر پلورونکي سوداګر وپلوري، چې سرګلوله چاودېدلې او تر ۳۵ ماشومانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو د کابل چارواکي کوښښ کوي له دې پېښې تبلیغاتي ګټه پورته کړي او داسې وښيي، چې سیمې ته له بمونو ډک یو زرنج راغلی و او هدف یې دغه ماشومان وو، چې پر همدوی یې چاودنه کړې او دغه ماشومان یې شهیدان او ټپيان کړي.
د مزدورې ادارې د ویاندویانو په څرګندونو کې تضاد هم دا راښيي، چې ګوډاګۍ اداره هڅه کوي ښکرور درواغ ووایي او دغه غملړلې پېښه د مجاهدینو کار وبولي. د مزدورې ادارې د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین وویل، چې چاودنه د یو زرنج موټر په توسط د سیمې په یو کور کې داسې مهال شوې، چې د قران کریم ختم روان و، خو په غزني کې د مزدورې ادارې د والي ویاند واحدالله جمعه زاده بیا رسنیو ته وویل، چې چاودنه په کور کې دننه نده شوې؛ بلکې سیمې ته د راغلي بنجاره د زرنج په موټر کې د ایښو ماینونو له امله شوې.
که د رسمي ویاندویانو مخالفې او متضادې ادعاګانې څنګ ته کېږدو او د سیمې د اوسېدونکو خبره راواخلو، نو دا پېښه د ناچاودې سرګلولې په توسط شوې.
د پریدیو په زور ولاړې ادارې له لوري له دې دردوونکې پېښې د تبلیغاتي ګټې د اخیستو هڅه یو داسې رټلی عمل دی، چې د ګوډاګې ادارې درواغژنه څېره نوره هم ښه راڅرګندوي او راښيي، چې دغه پردۍ اداره زمونږ د ولسي مظلومو وګړو له مظلومو شهادتونو کومې ګټې ترلاسه کوي.



مهم ټکي
Close