ځانګړی راپور

اسراییلي څيړونکی: د فلسطيني سيمو د اشغال په وخت کې اسراییلو هر څه غلا کړي(ځانګړی راپور)

توره بوړه (2020/10/2) :  اسراييلي مزعوم دولت د قايميدا نه کابو دوه مياشتې وروسته د جولایي په ۲۴ (۱۹۴۸م کال) د اسراییلو د هماغه وخت لومړی وزیر (ديفيد بن غريون) وويل: د اسراییلي ټولنې لپاره خطرناک څيزونه شته، لکه څنګه چې هغه وويل:«زه بايد دا ښکاره ووايم چې د لوی يهودان غله دي»، هغه زياته کړه: په تأسف سره دا يو حقيقت دی.

د (بن غريون) دغه څرګندونې يو اسراییلي تاريخ څيړونکي (آدم راز) د خپلو څيړنو په ترڅ کې چې د خپل نوي کتاب لپاره يې ترسره کولې او دغه کتاب يې يوه حساسه مسله څيړي او هغه د (د ازادۍ د جګړې په ترڅ کې د عرب ملکيتونو قبضه) په نوم دی.
لکه څنګه چې څيړونکي (راز) ويلي دي؛ اسراییلو د غاصبانه پاڅون په نتيجه کې غصب کړي سيمې (د طبريا له شمال څخه د بئر السبع پورې او د يافا څخه تر قدس پورې) دي چې په دې سيمو کې مساجد، کليساوي او د ښارګوټو تر منځ پراته کلي هم راغلي دي. په دې څيړنه کې ۳۰ ارشيفونه شامل دي او د تاريخي (پخوانيو) ټوکونو پلټنه هم شوي ده چې لويه پايله يې درلوده.
د يوې عبري سرچينې (هآرتس) سره د څيړونکي (راز) د مرکې په ترڅ کې چې د هغه د کتاب په اړه يې درلوده؛ وويل: د اسراییلي يرغل پر مهال اسراییلي فوځ او ولس د يو بل سره په غلا کې علاقه درلوده، نوموړي زياته کړه؛ د اسراییلي اغتصاب پر مهال د فلسطيني ولس په زر هاؤ کورونه او وداني، فلسطيني تجاري مراکز، ميکانيکي تجهيزات، صنعتي مراکز او فابريکې، کتابونه، د پوښاک سامان، جواهر او نور ډېر توکې شامل دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: په دې غلاوو او قبضه کولو کې اسراییلي ښځې، سړي او (د يهودي دين) دينداره او غير دينداره ټول داخل وو، د هيچا دپاره هم دا کړنې نه خجالت او نه پيغور وو.
نوموړي په خپل کتاب کې ليکلي دي چې اسراییلو د غلا شويو فلسطيني اموالو په سر په خپل منځ کې جنګونه کول، د دغه وخت يو عيني شاهد وايي چې يهودان به له فلسطيني قبضه شويو ښارګوټو څخه قدس ته په کڅوړو بار غلا شويو اموالو سره راستنېدل.



مهم ټکي
Close