ځانګړی راپور

د یوشمیر عربي مملکتونو له لوري د اسراییلو په رسمیت پیژندنه،ایا سعودي عرب به هم اسرايېل په رسمیت وپیژني ؟

توره بوړه (دسمبر 20, 2020) : څلور نیمې لسیزې وړاندې په ټوله اسلامي نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نه و، چې له اسرایېلو سره کومې اړیکې ولري، بلکې د ټولې نړۍ د مسلمانانو په زړه کې له اسرایېلو کرکې شتون درلود.
د تېرې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې د عرب ـ اسرایېل جنګ هم ددې باعث شوی و، چې د اسرایېلو پر وړاندې د اسلامي نړۍ کرکه زیاته کړي، خو څو کلونه وروسته د مصر ګوډاګي ولسمشر انور سادات په ډېره سپین سترګۍ له اسرایېلو سره اړیکې پیدا کړې او بیا یې دغه اړیکې تر دیپلوماتيکي اړیکو ورسولې.

په دغه برخه کې د امریکا هڅې ددې وړ شوې، چې د امریکا د ولسمشر جیمي کارتر په منځګړتوب په ۱۹۷۹ز کال په مارچ کې په واشنګټن کې د مصر د ولسمشر انور سادات او د اسرایېلو د لومړي وزیر نګین په حضور کې د سولې او دوه اړخیزو اړیکو تړون لاسلیک شو او په ۱۹۸۰ کې دواړو هېوادونو د یو او بل پر خاوره سفارتونه پرانیستل او دواړو یو او بل په رسمیت وپېژندل.
دا د مصر له لوري له اسلامي نړۍ سره ستر خیانت و، ځکه څه باندې یوه لسیزه وړاندې عربي نړۍ د مصر په مشرۍ له اسرایېلو سره درنه جګړه کړې وه.
د مصر له دې خیانت څه باندې څوارلس کاله وروسته اردن هم د مصر پر پل ګام کېښود او د امریکا د ولسمشر کلینټن په منځګړتوب د اردن پادشاه ملک حسین او د اسرایېلو لومړي وزیر ایتحساک رابین د ۱۹۹۴ز د اکتوبر پر ۲۶ په واشنګټن کې د سولې او دوه اړخیزو اړیکو تړون لاسلیک کړ.
له اردن وروسته تر دوه نیمو پېړیو پورې بیا کوم اسلامي هېواد دا جرئت نه و کړی، چې د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره خیانت وکړي او اسرایېلو ته د اړیکو او ملګرتیا لاس ور وغځوي. که څه هم وخت ناوخته ویل کېدل، چې ځینې اسلامي هېوادونه له اسرایېلو سره پټې دیپلوماتیکې غیر رسمي اړیکې لري. اسرایېلو هم تاییدوله، چې دوی له ځینو عرب هېوادونو سره ښې اړیکې لري.


خو دغه اړیکې په کرار کرار په رسوا کېدو شوې او درې نورو عربي هېوادونو هم له اسلامي اُمت سره د خیانت پر لار قدم کېښود.
منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو پرلپسې سفرونو دېته لاره هواره کړه، چې دغو درې عربي هېوادونو ته ډاډ ورکړي او له اسرایېلو سره یې ملګرتیا او رسمي اړیکو جوړولو ته چمتو کړي.
د روان کال د زمري پر ۲۴مه رسنیو ته د امریکا، متحده عرب اماراتو او اسرایېلو له لوري ګډه اعلامیه ولېږل شوه او په کې راغلي وو، چې اسرایېل او متحده عرب امارات د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په منځګړتوب داسې موافقې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د اسرایېلو او متحده عرب اماراتو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته عادي حالت ته وګرځي.
د تړون پر اساس به دواړه هېوادونه سفیران تبادله کوي او د امنیت، تعلیم او روغتیا په برخو کې به د یو او بل مرسته کوي.
د اسرایېلو لومړي وزیر وویل، چې عربي اماراتو سره اړیکې نورمالول به له نورو عربي هېوادونو سره د اسرایېلو د اړیکو جوړولو ته لار هواره کړي.


په ۱۹۴۸م کال کې د اسرایېلو له جوړېدو وروسته عرب امارات دریېم هېواد شو، چې له اسرایېلو سره یې د سولې او رسمي اړیکو هوکړه وکړه.
د متحده اماراتو دغه عمل په اسلامي نړۍ کې په پراخه کچه وغندل شو، خو مصر، بحرین، اردن هغه عرب اسلامي هېوادونه وو، چې د متحده اماراتو دغه عمل یې وستایه او هرکلی یې وکړ.
خو ترکیې او ایران یې پر وړاندې سخت غبرګون وښود او دا عمل یې د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره ستر خیانت یاد کړ.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر په سمدستي توګه په عربي اماراتو کې د فلسطین سفیر ور وباله او د اماراتو له لوري د اسرایېلو په رسمیت پېژندل یې له مسجد اقصی سره خیانت وباله.
په متحده اماراتو پسې څو ورځې وروسته بحرین هم پر دې خیانت ورګډ شو او یوه اونۍ وروسته سوډان هم له اسلامي اُمت سره ددې خیانت برخه شوه.
د ۱۹۶۷ز کال له عرب ـ اسرایېل سترې جګړې وروسته، چې اسرایېلو د فلسطين لويديځه تړانګه، شرقي قدس او غزه ونيول، نو ډېری عربي هېوادونو د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې له اسرایېلو سره د هر اړخيز پرېکون تړون کړی و او ژمنه یې کړې وه، چې اسرایېلي ښکېلاک به په رسميت نه پېژني او نه به ورسره مذاکرات او سوله کوي، خو اوس د سوډان په ګډون عرب هېوادونو پر خپله یاده ژمنه پښې کېښودې او اسرایېل یې په رسمیت وپېژندل.
په سوډان کې د ایتلافي حکومت دوه سترو ګډونوالو د “امت” او “يووالي” ګوندونو له اسریېلو سره يې د اړيکو جوړول په قاطع اکثريت رد کړل، خو د حکومت پر پرېکړه یې هیڅ اغېز ونکړ.
نېږدې یوه نیمه میاشت مخکې د سوډان له لوري د اسرایېلو په رسمیت پېژندلو وروسته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو، چې د سعودي په شمول پینځه نور عربي دولتونه هم له اسرايېلو سره اړيکې جوړولو ته لېواله دي. ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل، چې هيله ده سعودي به هم ژر داسې ګام پورته کړي.
او ددې اونۍ په پیل کې یې وویل، چې اسرایېل او مراکش له یو او بل سره پر رسمیت پېژندلو ته رسېدلي او په دې اړه یې تړون لاسلیک کړی.


له اسرایېلو سره د عربي هېوادونو د رسمیت پېژندلو په دې لړۍ کې د سعودي عربستان او پاکستان نومونه اخیستل کېږي او په کور دننه دې مسلې ستر بحثونه راټوکولي، خو مونږ چې د اسرایېلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د پټې لېدنې له راپور وروسته په دې اړه د سعودي د چارواکو څرګندونې ارزوو، نو داسې بریښي، چې دا هېواد به هم ډېر زر له امت سره په دې ستر خیانت کې برخه واخلي.



مهم ټکي
Close