پیغامونه اورسمي بیانونه

د پکتيا په مرکزي زندان کې د يوه ناروغ بندي د شهادت په اړه د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

د کابل ادارې په زندانونو کې د بد وضعیت او د بندیانو د شهادت په لړ کې مو يو ځل بيا خواشینوونکۍ خبر تر لاسه کړ چې نن ورځ د ياد ولایت په مرکزي زندان کې یو تن بندي (نصرالله د نوراحمد زوۍ د غلام جيلاني لمسى) د پکتيا ولايت مرکز اوسيدونکي د ناروغۍ له امله په شهادت رسيدلى.

یاد بندي د ورپېښې ناروغۍ څخه کړيده، په مکرر ډول يې د زندان له بې رحمه مسئولینو څخه د خپلې تداوۍ غوښتنه کوله ، متأسفانه چې هيڅ پاملرنه ورته ونشوه او بالآخره په شهادت و رسیدى. انالله واناالیه را جعون

د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمیسیون له یاد بندي سره بې غوره چلند او په قصدي ډول ناروغ پریښودل چې د دشهادت سبب يې شو په کلکه غندي.

د تیر په څير یوځل بیا له بشري نهادونو او حقوقي ادارو څخه په کلکه غواړي چې زموږ د بندیانو د وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي، د ناروغو بندیانو د تداوۍ لپاره لاس په کار شي او د کابل ادارې په چارواکو فشار وارد کړي چې له بندیانو سره انساني چلند وکړي.

موږ شهيد بندي ته د الله تعالی څخه د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانوته يې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون

۴/۵/۱۴۴۲هـ ق

۲۹/۹/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/12/19م



مهم ټکي
Close