سیاسي لېکنې

د ملا برادر وينا او يوه تاريخي زاویه

لیکوال او شناند : شفیع اعظم

د روان کال په دسمبر کې يوه ويډيو خپره شوه چې ملا برادر اخند د خپلو زخمي جنګياليو وارثانو په منځ کې را څرګند او هغوي ته په وينا کې وایي: چې زه ستاسې مشر خو بېروني نړۍ کې يو وخت هيڅ شوی وم. مانا دا چې زه د پاکستان په کرغېړنو زندانونو کې يو بې وسه زنداني وم، دا ستاسې قربانۍ، صبر او استقامت وو چې ستاسې مشر د وخت زنداني يوسف په عزيز مصر بدل او قطر کې سرو فرشونو باندې روان «برادر» شو.

دې په خپله وينا کې په تکرار سره وایي: چې طالب د تاریخ يو تړل شوی باب وو او دفن لپاره یې د پاکستان، افغانستان، ګوانتانامو او نور بشر ته شرم راوړنکي زندانونه اختيار کې ورکړل شوي وه او يا هم د وطن هديرې او قبرستانونه.
مګر د خدای اراده، د دې ملت استقامت او طالب جنګياليو بېساره جانبازيو د ټولې نړۍ د مستبدو او زورواکو نظامي جنرالانو او د دوي کار کشته ډيپلوماتانو دا فېصلې ملغا کړې.

ورک طالب يو دم په نړېوال سټيج را پیدا او د استبدادي قوتونو د ماڼيو سرې را ځوړندې پردې یې اعزاز لپاره په سرو غوړیدلو فرشونو بدلې شوې، نن هماغه امريکا چې يو وخت یې طالب سره تشه خبره د خپلې امپراتورۍ او نړېوال برم لپاره کسر شان باله اوس طالب سره په خبرو، مجلس، تړون او ټيلفوني رابطو ځان ته لوې کريډيټ بولي.

نن د هماغه پاکستان چارواکي چې يو وخت یې طالب د تاریخ باطله شوې پاڼه بلله او ډیر مشران یې په ډيره بې رحمۍ او نامردۍ زنداني او امريکا ته لاس تړلي سپارل، مګر نن یې د خپل راتلونکي او تیرې ماضي جبران لپاره استقبال ته ودریږي.

هغه ايران چې ځان مسلمان او ګاونډی بولي د خپل همدې مسلمان ګاونډي په سر خپل دیرینه دښمن؟! امريکا ته غېږ خلاصوي او د خپل وطن خاوره او اسمان د طالب خلاف امريکا ته اختيار کې ورکوي، نن د هماغه ايران جواد ظريف طالب د دې وطن يو واقعيت بولي، مشرانو سره یې ليدل د خپل وطن اړتيا او په لوړ پروټوکول یې نړیوال سټيج کې بياځلي حضور او امريکا سره په لوړه کچه دغه لوی توافق خوبونه خراب کړي.

د مرکزي اسيا ټولو هېوادونو مشرانو د افغانستان له لارې خپلو انرژیو لېږد لپاره ټولې سترګې نن ورځ طالب مشرانو هو او نه ته ګنډلي. جنوبي اسيا، اروپایي ټولنې او د نړۍ نورو هیوادونو مشران يو په يو طالب مشرانو سره راشه درشه پېل کړې.

دا د تاریخ نادره پېښه ده او بېشکه چې دا پیښه د خدای غوښتنه، يوه مقاوم ملت په ملاتړ او سر پرېکړو سپاهيانو په جانبازۍ ممکن وي. دا چې سکندر د نړۍ لويه برخه تر خپل واک لاندې راوستې وه، د بريټانيا مفتوحه سيمو کې لمر غروب نکاوه او هټلر د ټولې نړۍ د تسخير خوبونه ليدل، ميرويس خان نيکه د ګرګين داړې ماتولې، شاه حسين او شاه اشرف اصفهانونه وهل او احمدشاه ابدالي له سمرقند، بخارا او ډهلي پورې لوی وطنونه خپلول نو تر شاه یې د همداسې لېونيو جانبازه سپاهيانو د پښو خرپا او تندريز غړمبېدونکي غږونه وو.
هو د نويو سيمو او تر خپل راج لاندی د نويو ملکونو راوستلل اسانه خو د يوه مات شوي لښکر راټولول او د ټولې نړۍ په متفقه رايه د يوه حکومت، يوه نظام او يوې ډلې د حذف تصميم دوباره په شا تنبول او ځان بيا په ټولو منل تر ټولو زياته انرژي، تاريخ سازه قوت، مقاومت او حوصله غواړي چې ژوند او تاريخ کې نادر پېښېږي.

د تاریخ بېلابېلو بابونو کې ځيني کسان فاتحان یادیږي او ځينې نور هېر شوي بيا بېرته صحنې ته حاضر او د وخت برخليک ټاکونکي محور جوړیږي نو هغه د دغسې جنګياليو د تورو او اسپو د پښو خرپا غواړي.
هو د چا په خوښ وي يا نه، خو طا لبان نیکمرغه دي چې داسې قام، ملت او جنګيالي یې درلودل چې نن ورځ یې ټوله نړۍ ځانته ګوته په غاښ او لويه حماسه یې په خپل نوم کړه.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
مهم ټکي
Close