ځانګړی راپور

د سعودي له لوري د اخوان المسلمين پر وړاندې تازه فتواګانې د څه لپاره؟

په يوويشتمه پېړۍ کې اخوان المسلمين هغه نوم دی، چې د نوم په اورېدو يې د ډېرو له سترګو اوښکې څڅېږي او د ډېرو نورو بيا له غوسې له خولې د اور بڅرکي بادېږي.
د اوښکو د تويېدو لامل د اخوان المسلمين اوسنۍ بې وسي او لسګونه کاله وړاندې برم ته کتل دي، خو له خولې د اور د بڅرکو د بادېدو لامل له اخوان المسلمين سره د دوی کرکه ده.
څو لسيزې وړاندې اخوان المسلمين دغسې نه و لکه دا نن چې دی. ننني اخوان المسلمين که څه هم په خپله لومړۍ تګلاره کې بدلون راوستی، خو د خپلو حريفانو له تخريب ندی خلاص شوی او نه يې پر خپله نوې پاليسۍ خپل اهداف ترلاسه کړي.
ځينې داسې فکر کوي، چې اخوان په تېرو ۹۰ کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې ندي لرلي، نه يې حکومت تر لاسه کړ او چې بيا يې تر لاسه کړ ډېر زر ورڅخه بېرته واخيستل شو؛ په دې حساب بايد د يوې نسبتاً ناکامې ډلې په توګه ورته وکتل شي، خو د اسلامي نړۍ او لويديځ ډېری پوهان او مفکورين بيا پدې نظر دي، چې اخوان المسلين د خپل جوړښت له پيله تر دې دمه د خپلو موخو په پرمختګ کې تر هرې بلې ډلې بريالی عمل کړی دی، په چټکۍ پرمخ تللی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې خپلو موخو ته کار کړی.
اخوان المسلمين له پيله له حکومتونو سره په ټکرونو کې لوېدلی او ګڼ مشران يې د زندان د پنجرو شاته په دار ځړول شوي او يا په لارو کوڅو کې وژل شوي، خو په ۲۰۱۳ز کې په مصر کې پر محمد مرسي د السيسي کودتا هغه څه وو، چې تر اوسه ددې ډلې زرګونه غړي د زندان د پنجرو ترشا پراته دي او ددې ګوند په اړه په نړيواله کچه په سياسي دريځونو کې بدلون راغی.
اوس د نړۍ ټول هېوادونه اخوان المسلمين او له دې ګونده اغېزمن نور ګوندونه د خپلو حکومتونو مخالف بولي؛ نو ځکه يې پر ضد فتواګانې ورکوي او داسې قوانين پلي کوي، چې دوی ته د سياسي فعاليت مخې ډب شي او دوی ترهګر معرفي شي.
دوه اونۍ وړاندې د سعودي عربستان حکومتي ملايانو په يوه ګډه اعلاميه کې اخوان المسلمين ترهګره ډله ونوموله او په ورپسې بله فتوا کې يې ادعا وکړه، چې د اخوان المسلمين منهج له اسلام سره برابر ندی، خو دا خندوونکې ځکه ده، چې د نړۍ نور هېوادونه پر اخوان المسلمين د سخت دريځو اسلامپالو نوم ږدي او له همدې امله يې د زندان غېږو ته غورځوي، خو د سعودي عربستان درباري ملايانو بيا له اسلام خارج بللي او له اسلام سره يې د دوی تړاو پرې شوی ښودلی. په يو اسکلېټ کې هم سخت دريځه اسلامپالنه او هم له اسلامه خروج دوه متضاد اړخونه دي.
پوښتنه داده، چې د سعودي عربستان ملايانو د کومې موخې د ترلاسه کولو لپاره اخوان المسلمين ترهګر او له اسلامه خارج وبلل؟
که څه هم ددې پوښتنې ځواب ګڼ اړخونه لري، خو په لويه کې چې ګورو په سعودي عربستان کې له ډېر وخته د غربپالنې روحيه مخ پر وده ده او غواړي غربي نړۍ ته ځانونه نېږدې کړي او د غرب پر کولتور او اقتصادي تګلارو يون پيل کړي. د شيخ سلمان له واکمن کېدو او د محمد بن سلمان له وليعهد کېدو سره دغه هڅه نوره هم چټکه شوې او اوس تقريباً سعودي عربستان د امريکا په غېږه کې پروت ښکاري.
د سعودي عربستان دغه کار په اسلامي نړۍ کې کلک غبرګونونه لري او تر کومه چې د اخوان المسلمين تاريخ ته ګورو، نو ددغسې کارونو ستر خنډونه تل په هر هېواد کې د واکمنو مخې ته د اخوان المسلمين له لوري رامنځ ته شوي وي. سعودي عربستان له اوسه ويني، چې دوی پر کومه لاره روان دي، نو يوه ورځ به په سعودي عربستان کې د اخوان المسلمين ډله د دوی مخې ته ودرېږي او خنډونه به ورته ايجادوي،نو له مخکې د دغې خنډ د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شوی او خپلو درباري ملايانو ته يې لارښوونه کړې، چې د محمد بن سلمان له لارښوونو سره سم اخوان المسلمين ترهګره او له اسلام وتلې ډله ونوموي؛ ترڅو په سعودي عربستان کې کوم رسوخ ونکړي او سبا دوی ته خنډ نشي.
سعودي عربستان يوه اونې وړاندې په همدې موخه د مسجدونو ۱۰۰ تنه امامان ځکه له دندو ګوښه کړل، چې د اخوان المسلمين پر ضد يې منفي تبليغات نه کول او له اخوان المسلمين سره يې خپله دښمني نه اعلانوله.
د سعودي عربستان د علماو له لوري په يوه فتوا کې د اخوان المسلمين ډله ترهګر بلل او په بله فتوا کې له اسلامي منهج سره په ټکر کې روانه ډله بلل ددې لپاره يوه هڅه ده، چې دننه په سعودي عربستان کې داسې کوم مزاحم شتون ونلري، چې د لويديځې نړۍ په غېږه کې د سعودي عربستان له څملاستو سره مخالفت وکړي او يا عامه شعور را بيدار کړي او د سعودي د اوسنيو واکمنو پر ضد د بيدارۍ شعور ورکړي.



مهم ټکي
Close