پیغامونه اورسمي بیانونهتازه او عاجل خبر

پر هېواد د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۱مې کلیزې د غندنې په مناسبت د مولوي صاحب انوارالحق مجاهد پیغام

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله
و بعد!
د افغانستان مجاهد ولسه!
دا دی سږ کال بیا هم لکه د تېرو نورو کلونو په څېر د هېواد په لر و بر، داخل او بهر کې د شوروي امپراطورۍ د ظلمونو په سلسله کې په ګران افغانستان د یرغل د تقبیح شاهدان یو. راځئ چې له دې تېر شو، چې دا تقبیح او غندل د رسم او رواج په شکل تېر کړو؛ بلکې دا زمونږ د یوه نه جبیره کیدونکي زخم او صعب العلاجه ناروغۍ او ناورین د پیل ورځ وبولو؛ هاغه ناروغي او ناورین، چې اوس یې هم افغانستان له درده کړېږي او د نړۍ پر مخ چې هر افغان په هر ځای کې دی؛ له ټپونو یې لا وینې څاڅي.
شوروي مات شو، ختم شو؛ خو د شوروي بچی اوس هم لاس په کار دی او اوس هم د مسلمانانو وینې همغوی زبېښي. که پرون یې د روس په زور او طاقت مسلمانان وژل دا دی نن د امریکا په زور بیا هم هماغه جرمونه تکراروي. زه نه پوهېږم هغه چا چې د شوروي او کمونستي مفکورې پر ضد د مبارزې قیادت کړی، په فتوا او قومانده یې سلګونو زرو مسلمانانو ځانونه قربان کړل او څوک چې نن هم د شوروي یرغل تقبیحوي او بیا د شوروي په میراث پاتې روسیې ته د خیر تمه کوي، یا د شوروي د حلقه بګوش غلامانو حاکمیت پر ځان او ولس برداشت کولای شي، نو دوی په دغې سیاست څنګه ځان، ملت او دنیا قانع کولای شي؟.
شورویانو یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړل، د افغانستان شتمنۍ یې لوټ کړې او هېواد یې له لویې بد امنۍ او ګډوډۍ سره مخ کړ، خو له دې پرته، چې روسیه او پخوانی شوروي او نړیوال کمونېزم افغانستان ته تاوان ورکړي یا حتی یو خجالت وباسي، عفوه وغواړي، خو د استاد رباني ادارې او نورو ورته برأت او د دوستۍ لاس ورکړ. د شوروي په ړنګېدو زمونږ دښمن ورک شو، د یو نیم میلیون افغانانو قاتل روغ رمټ په ځمکه ننووت؛ د افغانانو زخم او کړاو شته مګر هغه مجرم نشته، چې افغانان ورڅخه حساب وغواړي.
راځئ د تشو غندلو پرځای واقعیت ته راشو؛ مونږ ولیدل په هېواد کې د شوروي غلامانو ( کمونستانو) ته د مسلکي کدر او مشاور په توګه وخت په وخت موقع ورکړل شوه. هر څوک باید خپله تېروتنه ومني، په تېرو توبه وکړي او په راتلونکي کې د یو عزم پر بناء له استعماره د خیر تمه او توقع ونلري. پرون که شوروي د ټوټه ټوټه کېدو په حالت کې له افغانستانه ووت، خو بیا هم د شوروي پاتې شونو څو لسیزې افغانستان یو خپلواک نظام او ارام ته پرېنښود. نن که امریکا له افغانستانه د وتلو خبرې کوي؛ امریکا لا متحده ده، په نړۍ کې یې حاکمیت موجود دی، نو له راتلونکي ګواښه یې هم باید ځان مطمین و نه ګڼو؛ ځکه مونږ به هغه نظام ته پرېنږدي، چې اسلامي وي او د امریکا خواهشاتو ته لبیک نه وایي. په یوه او بله به د تېر په څېر بیا هم توطیې جوړوي، نو هغه غلطۍ چې د شوروي د شکست پر مهال ځینو تنظیمونو تر سره کړې؛ باید اوسني مجاهدین ورته متوجې واوسي.
زه خو خپله له ځینو پېښو ډارېږم، چې بیا به جبیره نه لرو. یوه لویه تېروتنه دا وینم، چې زمونږ ځینې مجاهدین ورونه داسې احساسوي لکه امریکا چې عملاً له افغانستانه وتلې ده؛ یا که مونږ فکر کوو، چې افغانستان به رښتیا هم داسې په اسانه د اسلامي نظام قیام ته پرېږدي؛ دا هم ډېره مشکله ده. یا دا سوچ چې دا د روانې لوبې پای دی او مونږ قطعي بریالی یو ( الله تعالی دې همداسې وکړي) خو زما په فکر دغې ارمان ته لا په مخ کې ډېر مزل پاتې ښکاري. که د امریکایانو په سرپرستۍ او ثالثۍ کې هر حکومت مینځ ته راشي، نو نه به اسلام تضمین کړي او نه استقلال. څوک چې په کابل اوسنی واکمن نظام منلی شي، نو هغه د امریکایانو دایمي هډې هم منلی شي، ځکه دا دواړه په یوه معنا دي. له همدې امله اسلامي امارت دا نظام نشي منلی.
زمونږ د اسلامي امارت محترمو سیاسیونو ته دا مشوره ده، چې له ډېر غدار دښمن سره مو مقابله او معامله ده، چې دوی عهد و پیمان ته وفا نه پېژني. متوجې اوسئ، چې داسې کومه کړنه ترسره نه شي لکه نن چې څوک د پرون دا کار غلطي او تېروتنه بولي، چې د شورویانو له وتلو وروسته ولې له کمونستانو څخه مجاهدینو ته د قدرت انتقال په خبرو وشو، چې سبا بیا ډېر مجاهدین دا اشتباه او غلطي وبولي او د جبران وخت به یې تېر وي.
و قل اعملوا فسیری الله عملکم ورسوله و المؤمنون و ستردون الی عالم الغیب والشهادة فينبئكم بما كنتم تعملون.

دا هم ولولئ  بغلان: د طالبانو په یو برید کې د ملي اردو ۱۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

مولوي انوارالحق مجاهد د اسلامي حزب د امیر محترم مولوي صاحب محمد یونس خالص بابا رحمه الله زوی او ځای ناستی

۱۲/۵/۱۴۴۲هـ ق
۷/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ـــ 2020/12/26م



مهم ټکي
Close