
سیاسي لېکنې
پخوا د مسلمانانو د اتحاد بنسټ په نظريه او( الولا والبرا ) باندې ولاړ وو
له فکري اوعقیدوي روزنتون نه په مننه
پخوا د مسلمانانو د اتحاد بنسټ په نظريه او( الولا والبرا ) باندې ولاړ وو او د غربيانو اتحاد به په مادياتو وو ، همدا لامل وو چې مسلمانان قوي ول او غربيان به اکثره د مادي مفاداتو په سر نښتي ول .
وس مهال د مسلمانانو د اتحاد بنسټ په مادي مفاداتو ولاړ دی ، همدا لامل دی چې په وړو وړو سياستونو او مادي مفاد پرستيو د يو بل وينې څکلو ته اړ دي، برعکس معاصر غربيان يوه نظريه او يوه اجنډا مخ پر وړاندې وړي ….!
مثال : پرون ترکيې له فرانسي شيانو اخيستلو انکار وکړو ، نن ټول اروپايي يونين ترکيې ته اخطارونه ورکول.
د مسلمانانو دې ماديت پرستانه ذهنيت دا نقص وکړو چې اوس هر مسلمان هيواد ضرور د يو غير مسلم هيواد مرستې او تائید ته اړتيا لري ، د هغوئ په تائيد کې خپله بقاء ويني .
د مسلمانانو تاريخ ته وګورئ …..!
هر څومره چې اتفاق زيات وو هغومره قوت هم زيات وو ، پرمختګ هم زيات ، هر کله چې تدريجي اتفاق ختم شو نو قوت هم ختم شو اګر که مسلمانان د نړۍ دريمه برخه دي ، اګر که له 50 زيات هيوادونه ورسره دي ، خو د يو مختصر او وړوکي کفري هيواد سره هم ډغره نشي وهلی ، لامل دا دی چې ماديت پرستئ بزدلي وزېږوله …..!
هغه يهود چي چا به ځای نه ورکولو، نن يې خنځيران ( صليبیان ) ځان سره روان کړي وي او يو يو مسلمان باندې ځان په زور مني …..!
دا حالات يو بې فکره او خپل تاريخ نه ناخبره مسلمان ته عادي ښکاري خو د يو فکري مسلمان زړه ورسره خوړل کېږي .
زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده