سیاسي لېکنې

د وخت ابوالکلام ازاد او ابن تیمیه لا هم تری تم دی!

*لیکوال: حمادافغان شیرزاد*

په هر وخت او هر قرن کې الله تعالی د خپل دین د ساتنې او حفاظت لپاره رجال او میړني پیدا کوي ، کوم چې د وخت نمرود سره ډغرې وهي، خلک د خدای و بندګې ته رابلي ، د فرعوني ظلمونو څخه خلاصی او نجات ورکوي ، د خپل دین شعائر او ارزښتونه ساتي او په دې لاره کې له هیڅ قسمه قربانۍ دریغ نه کوي.
د نولسمې پیړۍ په آخره کې هم الله تعالی اسلامي امت ته داسې سترې هستۍ ورکړی وې چې د الله تعالی په ځمکه یې د وخت فرعونیت او نمرودیت چیلنج کړ ، نه یې د وخت مستکبرینو او مستبدینو ته سرټیټ کړ او نه یې هم د کفر او الحاد پر وړاندې له مبارزې لاس واخیست.

د هغه سترو شخصیتونو له جملې څخه یو هم د وخت متکلم اسلام، د حق نعره او آواز، د ځوانانو د فکرونو روزونکې، خلکو ته د استعمار او الحاد ورمعرفي کونکې اتل استاد محمد یاسر تقبله الله / فک الله اسره وو، چې پخپله ژبه او آواز یې د زرګونو ځوانانو روزنه وکړه، ډیری مسلمانان یې د فکري انحراف څخه د الله په فضل وساتل او د ژوند تر وروستۍ برخې یې خپله مبارزه جاري او ګړندې وساتله.

استاد یاسر چې خپل نوم یې زمرک او د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکې وو، په کال ۱۹۵۳مـ کې زیږېدلی دی لا څلور کلن وو چې پلار یې د فاني نړۍ څخه رحلت وکړ نوموړي د تعلیم سلسله د خپل کلي څخه پیل کړه او بیا د هیواد د ممتازو شاګردانو په لیست کې د تعلیم لپاره امریکا ته لاړو او د دوه کلونو د تیرولو وروسته هیواد ته راستون شو. نوموړي د مدینې منورې د جامعې څخه په شرعیاتو کې هم دکتورا کړې وه.

په هیواد کې د کمونیستي فکر د ترویج د مخه نیولو لپاره نوموړي د څو ځوانانو په ملتیا مبارزه پیل کړه چې اکثره ملګري یې زندانیان او یا هم شهیدان شول.

استاد یاسر ته الله تعالی فصیحه او پر اثره ژبه او آواز ورکړی وو ، نوموړي د زرګونو ځوانانو تربیه وکړه ، د فکري استعمار پر وړاندې یې په کلکه او زغرده مقابله وکړه، په سترو سترو جلسو او نورو ذرائعو سره یې خلګ د استعمار او الحاد په مانا وپوهول او د امریکایي یرغل پر وړاندې یې مبارزې ته وهڅول.

نوموړی په ذکاوت، جرأت او حق ویلو کې د دې عصر حسن البناء ، سید قطب، ابوالکلام آزاد او ابن تیمیه وو، او کټ مټ د هغوی په څېر یې د الحاد، استعمار او فکري انحراف پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړه د هغوي په څېر یې زندانونه تېر کړل خو دښمن ته یې تنزل ونه کړو او په پوره میړانه او جرأت یې تر وروستي ځل نیول کیدو خپله مبارزه جاري ساتلې وه.

نوموړي ته ډیرو حکومتونو لخوا د امتیازاتو ورکولو وړاندېزونه وشول خو استاد تل پر خپل ایمان او خبره کلک لکه سندان ولاړ وو او بې له مبالغې وایم دا اوسنی جهاد هم د نوموړي په تحریض، هڅو او فتواوو ګرم شو ، نوموړي د فکري مبارزې تجربه لرله او د همده د هڅو په نتیجه کې د “الامارة” ویب پاڼه هم جوړه شوه.

استاد یاسر د دوهم ځل لپاره د ۲۰۰۸ کال د دسمبر د میاشتې په وروستۍ ورځ په پاکستان کې ونیول شو او تر ننه یې د ژوند او د مرګ هیڅ درک نه لګیږي.

په آخره کې وایم چې هیڅ ظالم، جابر، استبدادي قوت او غلامان زموږ د حق نعره نشي ډپ کولای ، بلکې د الحاد، کفر او غلامۍ پر وړاندې به زموږ مبارزه دوام کوي او د استاد یاسر په څېر به ډېر زمري د دښمن دسیسې ورشنډوي ان شاءالله.
د نوموړي د آزادۍ په هیله او که شهید وي الله تعالی دې شهادت قبول کړي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
مهم ټکي
Close