پیغامونه اورسمي بیانونه

په افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل د ۴۱مې کليزې په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

۴۱ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمريز کال د جدې میاشتې په شپږمه د شلمې پېړۍ استعمار د افغانستان په حریم يرغل وکړ، ترڅو زموږ هيواد مستعمره کړي، خپله منحوسه مفکوره او نظريه پرې ومني او دا غيور ولس د تل لپاره د ځان غلام کړي.
دې هدف ته د رسېدو لپاره شوروي اتحاد خپلې سرې لښکرې او کورني لاسپوڅي په ټول قوت سره وکارول، زموږ د ګران هيواد خاوره يې لوېشت په لوېشت بمبار او په مرميو غلبېل کړه، بې وزله او مظلوم ولس يې شهيد، يتيم، زخمي او زنداني کړ او مهاجرتونو ته يې اړ یوست، اما خپل هدف ته ونه رسېد. الحمدلله
د افغانستان مجاهد ولس د لور، تبر، لاسي بمونو او زنګ وهليو توپکونو په مټ د شلمې پېړۍ د سور ښامار مقابله وکړه. مهاجرتونه او ستړې يې وزغملې، شهيدان يې ورکړل، زندانونه او ډول ډول تکليفونه او شکنجې يې وګاللې، خو نه يې خپل هيواد شوروي لښکرو ته پرېښود او نه يې خپل ارزښتونه د هغوی تر پښو لاندې کړل.
دې مجاهد ولس د خپل متعال رب جل جلاله په نصرت، متين عزم او سترو قربانيو نه يوازې د کمونيزم لښکرې ماتې کړې؛ بلکې د شوروي اتحاد امپراطورۍ يې د تاریخ کندې ته لاهو کړه.
د شوروي لښکرو ماتې او د هغوی د کورنيو لاسپوڅو خجالت دا درس ورکوي چې که هر څوک افغان ولس د اشرارو، ترهګرو او يا په بل نوم ووژني، خپل فکر او ايډيالوژي به پرې تحمل نکړای شي.
افغانستان د غيرتي مسلمانانو کور دی، دا مجاهد ملت د خپلو ديني او ملي ارزښتو په دفاع کې هر ډول قربانۍ ته اماده وو، دی او وي به.
د افغانستان ملت نه له دې وړاندې چا ته ضرر رسولی او نه يې آينده کې اراده لري، خو په خپله خاوره کې خپلواک او آرام ژوند، آزادي او د ازرښتونو ساتنه يې هم فرض او هم اړتيا ده، هر څوک چې ورته په دې لاره کې خنډ ګرځي، په ميړانه یې مقابله کوي او د خپل استقلال لپاره له مبارزې نه ستړی کېدونکی هوډ او توان لري. ان شاءالله تعالی

د افغانستان اسلامي امارت
۱۱/۵/۱۴۴۲هـ ق
۶/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ـــ 2020/12/25م



Close