مرکې او راپورونه

د هېواد د معاصر سیاسي او جهادي بهیر له څیړونکي لیکوال ښاغلي موسی فرهاد سره د څرک مجلې تازه مرکه

یادونه: د څرک مجلې وروستۍ ګڼي د هیواد دروان وضعیت په بېلابېلو اړخونو د هیواد له مشهورو لیکوالانو او شنونکو سره هر اړخیزي مرکې ترسره کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې د اهمیت له کبله خپلو درنو کتونکو ته  کټ مټ  وړاندي کوي. 

 

څرک:ـ  د راپورونو له مخې او په قطر کې د افغاني جهتونو د توضیحاتو په آساس، د بین الأفغاني مذاکراتو پرطرزالعمل موافقه شوې، ستا په نظر د طرزالعمل پرسر دومره اوږد بحث د څه لپاره و، اصل د نه جوړېدو ټکي څه وو، آیا اوس هغه جنجالي ټکي حل شوي، او په څه شکل حل شوي؟

موسی فرهاد:–  بسم الله والحمدلله. وبعد:  حقیقت دا دی هغه کار چې باید ډېر وختي شوی وای، متاسفانه ډېر وځنډیدی، چې له امله یې پوره نه میاشتې په هیواد کې خونړي حالت نور هم دوام پیدا کړ، په زرګونو هیوادوالو ژوند او نیم ژوند له لاسه ورکړ، له ډېره بده مرغه چې سبب یې فقط هغه څوک واقع شوي چې همدا اوس اوس هم د طرزالعمل پرسر له توافق سره بیا هم د مخالفت پرسټیج ټینګ ولاړ، خو له ناچارۍ نه د هو! سر خوځوي.

د دې واضح مطلب دا شو چې په افغانستان کې د دې ۹میاشتې مزید جګړې غځولو او له سولې څخه د ولس ناهیلي کولو پړه ټوله د همدې بانډ پرغاړه ده، څوک چې د ارګ له ادرسه ځان د افغانستان واکمن ګڼي خو په واقعیت کې یوازي خپلي شخصي ډالری او د نیمګړي څو فیصدي واک ګټي ورته مطرح دي، نور هیڅ نه.

مګر له دې هرڅه سره سره بیا هم د خوښۍ ځای دی چې د مذاکراتو لپاره د مقدماتي میکانیزم یا طرزالعمل پرسر څه ناڅه توافق رامنځ ته شو، امید دی چې په راتلونکو مراحلو کې بیا د ۱۹کلنو لاسته راوړنو تر نامه لاندي د سوله ضد عناصرو لخوا مذاکراتي پروسه له خنډونو سره مخ نشي.

بله خبره دا چې د دواړو ټیمونو د اظهاراتو له مخي د طرزالعمل پر ټولو ۲۱ یا ۲۲ مادو توافق شوی دی.

زما د مالوماتو له مخي د میکانیزم شل مادې ټولې د کابل د مشترک هیئت لخوا لیکل شوې او د اسلامي امارت استاځو ته وړاندي شوې وي، د امارت استاځو پر دې ټولو توافق ورسره کړی و، خو دا یوه ماده یې چې د بین الأفغاني مذاکراتو د ابتداء بنسټ به د دوحې تړون وي، دا یې هم په مقدمه کې او هم یې د یوې مادې په شکل ورزیاته کړې وه. یعني شل مادې له یوه لوري او یوه ماده له بله لوري وراضافه شوې، چې له دې سره د جمهویت ټیم ځینو غړو مخالفت څرګند کړ، خبره یې ارګ او میډیا ته یووړه چې پایله یې نه میاشتني اختلاف ته ورسوله او بالآخره بیا هم پر همغه مخکني شکل توافق رامنځ ته شو.

که څه هم طرفینو یې په اړه رسمي جزیات نه دي ورکړي، خو زموږ مالومات ښيي، هغه ټکي چې د کابل ټیم ورباندي ټینګار کاوه چې د مشورتي جرګې او یوې بلي اعلامیې خبره وه، هغه یې په مقدمه کې په دې شکل ځای شوې چې مذاکرات به د دوحې د تړون په آساس وي، په دې پروسه کې به د ټولوافغانانوغوښتنې په نظر کې نیول کیږي، د سولې په برخه کې به د ملګروملتونو او نورو اړوندو بهرنیو مشورو ته هم بې اعتنائي نه کیږي.

 بهرحال دا یو ښه زیری دی چې د اشغال له خاتمې سره هم مهاله په افغانستان کې د اسلامي نظام د نفاذ په خاطر د جګړو او بدمرغیو ځای امن، سوله او نیکمرغي نیسي.

څرک:ـ  د سولې او مذاکراتو په باب که خبرې، ناستې او تعاملات که هغه له امریکایانو سره وي او یا افغاني جهتونو سره؛ د کابل رژیم یې په اول سره کلک مخالفت کوي، خو بیا وروسته وروسته هغه ټولې خبرې رژیم مني، لکه په قطر کې د اشغال د خاتمي تړون، د ۵۰۰۰ زره بندیانو خلاصون، بین الافغاني مذاکرات، د دوحې تړون د مذاکراتو د اصل په توګه د واحد فقهي مصدر خبره، د مذاکراتو د طرزالعمل موضوع چې دا هر څه رژیم ومنل او مني به یې، ستاسي په اند د کابل رژیم ولې هغه مخالفت او جنجال ته وردانګي، چې بیا یې تر پایه پاللی او ترسره کولای نشي؟

 په داسې حال کې چې ارګ کې سوونه مشاورین هم ناست، د پارلمان په نوم جرګګی او متخصصین هم لري.؟

موسی فرهاد:-   متاسفانه د هیواد واکمن چې خپله اراده ونلري، د پردیو د زور او زر په مټ، پر ولس تپل شوی وي، طبعي ده چې واکمن به پخپلو پریکړو کې هم بې اختیاره وي، هرڅه به یې همداسي مسخره وي. دا سمه ده چې سنجیده مشاورین به ولري، خو هغوی هم ټول د همدې ډالري ګټو او نیمګړي اقتدار لیونۍ میني تسخیر کړي.

د دې خبري د نور وضاحت لپاره زه یو مثال درته وایم، په ۲۰۰۲م کال کې غالباً د کرزي د انتقالې دورې پرمهال به و، نوموړي اعلان وکړ چې د طالبانو ټول غړي د مشرانو په شمول کولای شي چې په افغانستان کې په آزاده فضا کې ژوند وکړي، زموږ ورسره مشکل نشته.

د دې اعلان په اوریدو سره د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ سمدستي اعلان وکړ چې ګویا کرزی د دې صلاحیت نلري چې طالب مشرانو ته برائت اعلان کړي، د ده په خبره د طالبانو مشران او نور ټول غړي به د امریکا او د هغوی د ائتلافیانو تر تعقیب لاندي وي، ترڅو یا ووژل شي او یا ژوندي ونیول شي.

برعکس ۱۹کاله وروسته چې امریکا د خپل ټول غرور سره سره له طالبانو سره د مذاکراتو میز ته کښینسته، او د اشغال د خاتمې تاریخي تړون یې ورسره لاسلیک کړ، په پایله کې یې د پنځه زره بندیانو د خلاصون ژمنه وکړه، د ارګ مشر اشرفغنی اعلان وکړ چې موږ د بندیانو د خلاصون هیڅ ډول تعهد نلرو، او په عین حال کې یې نورې ډېري سرې کرښي وایستلي، خو بالآخره د امریکا اوامراو احکام دلته هم خلکو ولیدل چې برملا عملي شول او لا هم عملي کیږي. نو مطلب دا چې په کابل کې د مسلطو واکمنو واک، اختیار او اراده د هغوی خپله نه ده، او له دې حقیقته هیڅوک انکار هم نشي کولای.

څرک:ـ   ځینو خلکو به ویل: چې اسلامي امارت یواځې د جنګ او جګړو اتلان دي، پرسیاسي افهام و تفهیم باور نلري، آیا دا واقعیت دی؟

موسی فرهاد:-  زه فکر کوم دا خبره برعکس ده، اسلامي امارت د خپل حاکمیت پرمهال هم داخلي مخالفینو ته د مذاکراتو او جوړجاړي وړاندیزونه کول او هم یې امریکا ته په سلګونو ځله د میز پرسر د مسایلو د حل کولو پیشنهادات کول، مګر نه کورنیو مخالفینو دې ته زړه ښه کاوه چې له امارت سره تفاهم ته کښیني او امریکا خو هسي هم ځان د نړۍ سپر پاور باله، امریکایی واکمنو خو دا بیخي د ځان توهین باله چې له طالبانو سره مذاکراتو ته کښیني.

دا چې اوس په عملي شکل دنیا ولیدل چې اسلامي امارت هم د جګړې په میدان کې د قربانۍ وړتیا لري او هم د میز پرسر د ستونزو د حل قابلیت لري. نو ثابته شوه چې د امارت په اړه دا ادعاء چې یوازي جګړه کولای شي؛ دروغ او له حقیقته لیري خبره ده.

څرک:-   فرهاد صاحب! د ناټو سرمنشي وخت په وخت بیانونه ورکوي، چې امریکا باید خپل پوځیان له افغانستان څخه ونه باسي، ابله ورځ یې وویل چې که امریکایان وځي، ناټو نه وځي؛ دغسې بیانونه څه په ګوته کوي، آیا ناټو به د امریکا له همراهۍ او اجازې پرته افغانستان کې د خپلې خوښې حضور تمدید کړای شي؟

موسی فرهاد:-  زه په دې متیقین یم چې ناټو به د امریکا له خروج وروسته د یوې شیبې لپاره هم په افغانستان کې پاتي نشي، نه دا د هغوی ګټي ایجابوي چې له امریکا سره د یو آشر او ائتلاف د مجبوریت له مخي دلته راغلي وي؛ او بیا دې دلته امریکا خپل حضور ختم کړي، خو ناټو دې لا بیا هم خپل نظامي موجودیت ته ادامه ورکړي، دا هیڅ معقوله نه ده.

اما دا چې د ناټو سرمنشي ولي وخت په وخت داسي بیانونه ورکوي چې هغه د اشغال او جګړې د دوام او د سولې ضد وي؛ زما په خیال د دې دوه علته کیدای شي، یو دا چې د کابل رژیم چې د دوی د ډېرو ځاني او مالي تلفاتو په ورکړي سره دا شل کاله دوی تربیه کړی او بیا په ډېرو خواریو تر دې ځایه را رسولی؛ اوس دا ډول خبري فقط هغوی ته د یو مؤقت، کاذب مورال ورکولو لپاره دی.

دویم دا چې ناټو چونکه د وارسا د نظامي بلاک په مقابل کې ایجاد شوې، او د وارسا جانشین موجوده روسیه او په څنګ کې ورسره چین هغوی دځان تاریخي ستراتیژیک حریفان ګڼي، اوس چې ناټو په ناڅاپي شکل په افغانستان کې شکست خوري او خپلي قواوې د اهدافو د ترلاسه کولو پرته وباسي؛ نو دا د خپلو سیمه ایزو حریفانو په وړاندي یو دروند شکست تلقي کیږي، زه ګمان کوم چې د ناټو د سرمنشي دا ډول څرګندوني همغو تاریخي سیالانو ته داسي یو پیغام ورکول غواړي چې له افغانستان څخه زموږ وتل، زموږ د خوښي کار دی، او دا چې اوس وځو او یا ځنډیږو؛ دا مو هم د خپلي خوښي چاره ده. حالانکه حقیقت دغسي نه دی، ناټو ته اوس بل هیڅ آپشن پاتی نه دی فقط دا چې په قطر کې له اسلامي امارت سره د امریکا د شوي تړون په آساس به پخپل وخت له افغانستانه خپلي قواوي باسي، کنه نو د تېرو دوو لسیزو په څیر به له نورو ځاني او مالي تلفاتو سره مخ کیږي، خو ګټه به یې صفر وي.

څرک: دکابل ادارې خصوصاً د ارګ مامورین د امریکا نوي ولسمشر بایډن ته خوشبینه دي، چې له زوال او شړېدو به یې وژغوري او لکه ټرمپ، یومخ به له افغانستان څخه زړه توری نه وي، ستاسي له نګاه نه، آیا بایډن به نور وغواړي چې په افغانستان کې دې د امریکایانو د سر او مال په زیان جګړه نوره وغځیږي او د دوحې تړون دې مختل شي؟

موسی فرهاد:   اصلاً د کابل رژیم د چارواکو اوسنۍ هڅي چې د خپل قدرت د بقا لپاره یې کوي؛ ډېري سطحي دي، دا ځکه چې هغه متل دی، وای اوبو اخیستی ځک ته هم لاس اچوي، رښتیا هم له کله نه چې لومړی له امریکا سره مذاکرات پیل شول او بیا تاریخي تړون لاسلیک شو، له هغه وروسته د پروسې د تعمیل مرحله وه لکه د بندیان د خلاصون او داسي نور… په دې ټول جریان کې هیڅ داسي یو ګام پاتي نشو چې د کابل ادارې چارواکو دې هغه اخیستی نه وی، ترڅو دا سلسله تخریب او د امریکایانو د خروج مخه ونیسي، او یا لږ ترلږه د خپلو وسلو او پیسو د ترلاسه کولو مدارک یې په یوه نه یو شکل جاري وساتل شي.

 په دې وروستیو کې ځیني جنګسالاران هندوستان او نورو هیوادونو ته هم په ننواتي ولیږل، ترڅو که امریکایان نه پاتيږي نو هندوستان دې د دوی اکمالات په غاړه واخلي.

 په دې برخه کې چارواکي له ټرمپ، خلیلزاد، مایک پمپیو او په ټوله کې د ټرمپ له ادارې څخه په زړه کې ناراضه وو، دوی دا ګڼله چې امریکایی اشغال فقط ټرمپ پای ته رسول غواړي، او عسکر باسي.  نو ځکه یې زړونه په جوبایډن پسي وتړل، ترهغو پوري یې د سولې پروسه تخریبوله چې ترڅو د امریکا ټاکني ترسره شي.

 د دوی دا هڅي ځکه سړی سطحي بللی شي، چې دوی بایډن ته په دې نظر کتل چې هغه خو په ټاکنو کې د ټرمپ سیال دی، نو کیدای شي د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کې به هم د هغه مخالف وي. حالانکه د دوحې مذاکرات د امریکا د ستراتیژۍ له مخي ترسره شوي، نه دا چې یوازي د ټرمپ شخصي پلان و.

او دا هغه وخت لا ښه په اثبات ورسیده چې د جینیوا کانفرانس کې له افغانستان سره مرستې ټولو نړیوالو غړو د سولې د روانې پروسې له پرمختګ سره وتړلي، مطلب دا چې نړیوالو هم ومنله چې اشغال به ختمیږي، امریکا به وځي، بین الأفغاني مذاکرات به مخته ځي، د افغانانو د خوښي نوی حکومت به رامنځ ته کیږي، بیا به نړیوال ورسره مرستي کوي.

دویم دا چې دوحې ته د امریکا د خارجه وزیر مایک پامپیو راتګ او هلته د اسلامي امارت له مشرانو سره د معاهدې د ښه تعمیل په اړه بیا ټینګار، ثابته کړه چې د امریکا د ولسمشر په تبدیلۍ سره د دوحې تړون له منځه نه ځي او نه دا د اشخاصو مسئله ده.

له همدې ځایه موږ ویلی شو چې د کابل د چارواکو کاذبه هیله مندي، فقط د اوبو اخیستي په شان ځک ته لاس اچول دی. نور هیڅ نه.

څرک:-  فرهاد صیب! له وخت راکولو نه مو ډېره زیاته مننه.

موسی فرهاد:–  له تاسو نه هم مننه. بریالي اوسئ.

پای ….!



Close