سیاسي لېکنې

د طالبانو پلاوی به د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرو کې لا ښه وځلیږي

لیکوال : ر، ف ملاخیل

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د کابل ادارې او د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د سولې درې میاشتینۍ خبرې اترې په دې وروستیو کې د افغانستان او نړیوالو په رسنیو کې د بحث ګرمه، توده او د ورځپانو سرمقاله او سرلیک ګرځیدلی دی.

په دوحه کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو پایلو کې د خبرو اترو د طرزالعمل جوړېدل مهم وو چې یوه سریزه او د اصلي خبرو لپاره یو مهم ګام وو، دا طرز العمل توافقنامه چې څلور مورده او ۲۱ مادې لري او په اړه یې بحثونو څو میاشتې وخت ونیوه او د ډیرو ناندریو وروسته خبرې او طرزالعمل نهایی شو ، چې دواړو لوریو پرې توافق وکړ او پری خوښ شول.

د کابل د مزدورې ادارې د مذاکراتو یو شمیر غړي د مذاکراتو د ستونزمنو برخو په اړه وایي: چې د دوحې هوکړه د خبرو په طرزالعمل کې د مذاکراتو د یوه اصل په توګه منل شوې.
د کابل د پردي پالې ادارې د مذاکراتو د مرکچي پلاوي یو شمیر غړي چې دا خبره کوي، څومره کره او حقیقت ته نژدې خبره ده؟
اسلامي امارت د ولس د ستونزو په نظر کې نیولو وروسته امریکایانو سره د دوامداره ناستو په پایلو کې توافق وکړ، تر څو د افغانستان د دغې اوږدې څلویښت کلنې کشالي او د بهرنیانو لخوا تپل شوې جګړی ته د حل سیاسي لاره پیدا کړي، که نه دا شل کاله خو د اسلامي امارت مجاهدینو د یرغلګرو د وتو او په هیواد کې د ډاډمند اسلامي نظام د راوستو لپاره جهاد کړې او لا یې هم کوي، خو کله چې د امریکا او طالبانو خبری اتری پیل شوې، بهرنیو پوځي شنونکو او داخلي ګوډاګیانو دا تصور کاوه چې دا خبري به پایلی ونلري، خو حقیقت هيڅکله هم نه پټیږي، بلکې روښانه کیږي ، همغه وو چې د طالبانو او امریکایانو خبرو رنګ راوړ او نه یواځې دا چې د خبرو پایلې مثبتې ثابتې شوې، بلکې د توافق ټول موارد چې د طالبانو او امریکا تر مینځ شوي دي، په تدریجي ډول سره قدم په قدم د پلي کیدو په درشل کې دي. د امریکایي فوځیانو په شمیر کې کمښت راغلې ، د کابل ادارې د زرو تنو څخه زیات منسوبین او فوځیان د اسلامي امارت لخوا عفوه او آزاد شول، د امرکایانو بندیان د یو توافق په اساس آزاد شول، طالب اسیر بندیان هم له بند څخه خوشې شول او ورسره د بین الافغاني خبرو لومړی پړاو پیل شو، د خبرو په طرز العمل او اجنډا توافق هم وشو او اوس به له خیره د خبرو دوهم پړاو هم پیل شي، دا د دې څرګندونه کوي چې د اسلامی امارت د مذاکراتي ټیم طرز او خبرو مثبته نتیجه ورکړه. د لوی او ستر پروردګار له دربار نه امید لرو، چې دوهم پړاو به هم ښه پیل او په ښو پایلو سره به سرته ورسیږی او د افغانانو امید چې سوله ده ورته نژدي شي.

بل طرفته بیا د کابل ادارې ډنډورچیان دا پروپاګند کوي چې “جمهوریت او اوربند اولیت مونږ ته لري او دا مو سرې کرښې دي ” خو زما په اند که جمهوریت پایلې لرلای خو سوله به راغلي وای، دا چې اوس مهال د سولې پر وړاندې کومې ستونزې د کابل اداره او د دوی نړېوال حامیان په کار اچوي او دا پروپاګنده کوي ، چې ګویا سوله ممکن نده، همدوی دي چې پر سولي باور نه لري او تل په جګړو ټینګار کوي ، همدوی دي چې تل په جګړه ټینګار کوي، همدوی دي چې هاخوا او دیخوا یې منډې ترړلي پیل کړي تر څو ځانته پوځي تجهیزات برابر کړي.
خو د اسلامي امارت پلاوي او د دوی ملاتړي پخوا یې هم غوښتل چې امریکایان ووځي او یو دایمي سوله راشي، اوس یې هم غواړی خو داسې سوله چې دایمي او تل پاتی وي، داسی سوله چې هیڅ لوري ته د تجهیزاتو او د جګړې د اوږدېدو ټټر ونه وهل شي، داسې ریښتینې سوله چې د افغان ملت هیله او ارزو ده او د یو سوچه اسلامی نظام ډبرې ایښودل ، رښتیني او حقیقي نظام ، هغه نظام چې د درې میلیونو شهیدانو ارمان پوره کړي د کوم الهی نظام لپاره چې قرباني ورکړل شوي او ویني یي نذرانه کړي ددغو کونډو، یتیمانو او مجاهدینو تل پاتي آرمان اسلامي نظام راوستل به ان شاءالله چې د اسلامی امارت په وجود کې پوره شي .

د اسلامي امارت مجاهدین تل د امریکا او په دوحه کې دخیلو او نظارت کوونکو هیوادونو او د افغان مخلصو مرکچیانو سره د زړه د تله او په پاکې ارادې سره خبرې پیل کړي او د بین الافغانی خبرو پیل یې هم په همدې نیت سره کړی دی، همدا لامل دې چې د طالبانو د دوحې هوکړې،او نړیوالو کنفرانسونو کې د دوی شتون اوګډون د دوی سیاسي دریځ لا هم قوي کړ، طالبانو ته د ښه سیاسي هویت تر څنګ، د دوی پوځي غښتلتیا، نړیوال پرستیژ یې نور هم لوړ او ټینګ کړ ، د دوحې د تړون بحث په مسکو، بکواش او د ځینو نورو هیوادو په نړیوالو کنفرانسونو کې هم وشو د اسلامي امارت د پلاوو ګډون د دوی سیاسي هویت یې لا مظبوط او لوړ کړ چې اوس کابل اداره له دې ویره لري، ځکه د طالبانو داخلي او بهرنې نړیوال باور، چې په حقیقت او ریښتینولۍ سره ولاړ دې، اوس یې دا اثبات ته ورسوله چې د هیواد اصلی وارثین همدا طالبان دي.

دا چې د امریکا سره د توافق په ټولو اړخونو کې کره معلومات د دواړو لورو په معتبرو اسنادو کې شتون لری، اړتیا نشته چې دا دې رسنیز شي، یا په اوسني مهال کې چې د کابل پلاوي سره ځینې د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسید او دوهم پړاو به هم پیل شي ، نو ددواړو لورو پوری اړه لرې، چې یوی بشپړی بین الا افغاني توافق ته ورسیږی، هغه که د نظام جوړښت او تشکیل دې، یا د راتلونکي سولی توافق دې، خو اوس ځینې بهرنیان دا ویره لري، چې مبادا داسې نه چې بیا ځلي جګړه شدت ومومي، خو که د کابل اداره پر چوکیو ځانونه سریخ کړي، د افغان ملت او خلکو اواز ته لبیک ونه ووایي ، سوله ونه مني، په جګړو تمرکز او ټینګار وکړي، او د راتلونکي اسلامې نظام څخه ملاتړ ونکړي، یا یی رد کړي، لیری به نه وي چې د اسلامې امارت د تقابل سره مخامخ شي تر هغې چې یو سوچه اسلامي نظام را مینځته شوی نه وی، ټول یرغلګر زمونږ هیواد ترک نکړی او تر وروستي سرتیری تری ولاړ نشي، تر هغی به داسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د سخت مقاومت او غبرګون سره مخامخ کیږي چې بیا به د هر ډول ناخوالو د رامینځته کیدو پړه پر اسلامي امارت نه، بلکې د کابل ادارې د چوکیو پر لیونیانو وي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
مهم ټکي
Close