
تازه او عاجل خبرکابل حالات
کابل: چاودنې د عامه تصدۍ د ویاند په ګډون ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
توره بوړه (یکشنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د راپورونو له مخې کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې د عامه تصدۍ د ویاند په شمول ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. چاودنه نن سهار د اته نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د عامه تصدۍ د ویاند ضیا ودان پر موټر هغه مهال رامنځته شوې چې نوموړی خپلې دندې ته پر لار وو. چاودنه کې ضیا ودان له خپلو ۲ همکارانو سره وژل شوی.د کابل پولیسو د ضیا ودان وژنه تائید کړې او ویلي یې دي: په یاده پېښه کې د ۳ وژل شوو کسانو سر بېره یو تن ټپي شوی هم دی.
د چاودنې مسؤلیت تراوسه چا نه دی منلی.