تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل: د نا معلومو وسلوالو له لوري یو برید مل په ډزو ووژل شو

توره بوړه( دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د راپورونو له مخې کابل ښار کې د نامعلومو وسلوالو له لوري یو بریدمل په ډزو وژل شوی.
نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار نولسمه امنیتي حوزه کې یو تن د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون ۲۱ کلن برید مل (امان الله) د نا معلومو وسلوالو په یو برید کې ووژل شو. یاد برید مل د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی وو چې فی الحال د کابل ښار نولسمې امنیتي حوزې اړوند تنګي غارو سیمه کې اوسېده.
په دې وروستیو کې کابل ښار کې هدفي وژنو د حکومتي منسوبینو ژوند تریخ کړی.



دا هم ولولئ  بغلان: د طالبانو په یو برید کې د ملي اردو ۱۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
Close