سیاسي لېکنې

طالبان تر بل هر چا سولې ته زیاته اړتیا لري!

لیکوال: ر، ف ملاخېل

که مقابل لوری د تړون ژمنې عملي نکړي پړه به یې د هغوی په غاړه وي، پدې باید مونږ هم وپوهېږو چې بل هیواد مونږ ته سوله نه راوړي. د سولې پروسه شعار نه، بلکې د اسلامي امارت ضرورت او د زړه اواز دی، د دغې پروسې د راتګ لپاره یې کلونه کلونه مبارزه کړې، وینې یې نذرانه کړي ، دښمن یې په ګونډو کړی، د دغو قربانیو مطلب او مقصد یې اسلامي نظام او دایمي سوله راوستل دي.
خو بهتره خبره دا ده چې امریکایان او د کابل اداره په بین الافغاني خبرو اترو کې د مېز تر شا پخپلو خبرو کې رښتیني اوسي، خپلو ژمنو ته راسخ او خپلو کړو تعهداتو ته ژمن پاتې شي، مطمین یم چې سوله به حتمي راځي که هغه په هر قیمت سره تمامیږي .
دا چې اوس د کابل واکداران د هر چا د دروازو تر شا رسېدلي او دروازې یې ټکوي، ننواتې یې کوي، سوله ترې غواړي، ولې د خپل افغان مجاهد ورور سره د زړه د اخلاص ناستي نکوي، او په هغو مواردو کې چې لا تر اوسه لاینحل موضوعات دي پرې توافق نکوي؟
کابل نه تللي پلاوي او د اسلامي امارت مجاهدین باید د ډیر پېچ و خم او د پردو د ګټو ښکار نشي، بلکه د هر څه د مخه د راتلونکي اسلامي نظام جوړښت، تشکیل د هیواد د وګړو سلامتیا، د هیواد د ملي او اسلامي ارزښتونو خوندیتوب، د ګاونډیو سره د اسلامي ورورولۍ او اخوت پر بنیاد اړیکې ساتل او د یو اسلامي روحیې په درلودلو سره دواړه لوري خپلې کاري بوختیاوې د یو واحد نه تجزیه کیدونکي اسلامي، شرعي، او قانون نافذونکي هیواد په توګه نړیوالو ته وروپیژني.
د دوحې مذاکراتي ټیمونو لپاره اړینه ګڼم چې د هیواد راتلونکي لپاره یو اواز اوچت کړي او د اسلامي اساساتو په نظر کې نیولو سره خپل وړاندیزونه کره او پرې توافق وکړي، تر څو د تېرو نظامونو سره یې په ښکاره ډول توپیر ولیدل شي او درانه هیوادوال مو د ارام او سکون ساه واخلي، جګړې پاي ومومي او رښتینی اسلامي نظام چې د هیواد د هر وګړي د زړه اواز دی، ورته ورسیږي.
دا به د هیواد په تاریخ کې هغه تل پاتې ورځ وګڼل شي د کومې ورځې لپاره چې افغانانو ځانونه قربان کړي، د سولې د بریالیتوب ورځ، د بهرنیو یرغلګرو د تیښتې ورځ او د بشپړې ازادۍ ورځ دا ورځ ان شا ء الله چې راتلونکي ده او هغه هم ډیر ژر!
خو په کابل کې د مرکچي پلاوي یوه غړي چې حفیظ منصور نومېږي څه موده وړاندې یې چې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې وویل: په دغه پړاو کې به اصلي بحث د واک پر وېش ور ټول وي.
اوس بحث دلته دا دی چې د کابل اداره ولې ضد او نقیض خبرې او وړاندوینې کوي، د کابل اداره د خپلو خېټو نه غږیږي یا دوی ته بل څوک خبرې ورښایي او دیکتي ورته کوي .
زما په اند سوله به ان شا ءالله چې حتمي راځي، خو مهمه خبره داده چې د کابل واکداران دا درک کړي چې نور جنګ جګړې بس دي! افغانستان یو سوچه اسلامي نظام ته اړتیا لري، تر څو د څلوېښت کلنو ناخوالو، تربګنیو، غیر منظم سیستمونو، خودسریو او ګډوډیو ته د پای ټکی کېږدي او د بهرنیو له موجودیت پرته وکولی شو چې افغانستان سوق او اداره کړو، او پخپله خاوره خپل واک ولرو.
منصور زیاتوي چې د سولې له خبرو سره هم مهال د تاوتریخوالي د ډېرېدو خطر شته، خو دا د منصور او د ده د جګړه ایز سیاست د ملګرو هغه خبرې دي چې وایي، د بین الافغاني خبرو پیل د څه لپاره؟
د دې لپاره چې جګړه توقف شي او د جګړې ځای سوله ونیسي، د دې لپاره چې افغانستان ازاد مستقل او خپلواک هیواد شي، بهرنیان له دې خاورې لاړ شي، په خپله خاوره واک د افغانانو شي، تر څو پخپله خوښه د یو داسې اسلامي نظام ډبره کیږدي چې په نړۍ کې یې څاری ونه لیدل شي سوچه اسلامي نظام یو داسې نظام چې زمونږ نیکونو او پلرونو او نن مونږ د دغه اسلامي نظام د راوستو لپاره وینې او غوښې نذرانه کوو او د الله ج په لار کې ځانونه مالونه قرباني کوو د اته دیرشو ممالکو د کفري لښکرو سره د زړه د تله جهاد کوو تر څو رښتینی اسلامي او شرعی نظام حاکم شي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
مهم ټکي
Close