کابل حالات

کابل: احمد شاه بابا مېنه کې غل د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوی

توره بوړه ( دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل) کابل ښار احمد شاه بابا مېنه کې د ولسي خلکو له لوري غل د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوی. غل نن له غرمې وروسته د احمد شاه بابا مېنې اړوند دیارلسم بلاک سیمه کې یو قلف شوي کور ته د غلا کولو په موخه اوښتی وو، چې د سیمې د خلکو له لوري نیول شوی او پولیسو ته سپارل شوی. غل په ویډیو کلیف کې اعتاراف کوي چې شپږ نور ملګري لري او له ماموریت څلور لارې یې تر شپاړسم بلاک پورې د غلا کولو ساحه ده. د سیمې خلګ وېره لري چې د غل نور ملګري به د پولیسو له لوري ونیول شي او که دی به هم په کوم نوم خوشې شي. په دې وروستیو کې کابل ښار کې غله د غلا کولو لپاره خپلې تعین شوې ساحې لرې په نظامي او غیر نظامي جامو کې په مسلح او منظم ډول له ولسي خلکو پیسې مبایلونو حتی موټرې د پولیسو تر مخه اخلي. د یادولو ده چې، له کله امرالله صالح ته د کابل ښار د امنیت چارې سپارل شوي له هغې را وروسته د غلا ډاکو او شوکو کچه ډېره لوړه شوې

دا هم ولولئ  احمد سعیدي: طارق ارین که بښنه ونه غواړي داسې اسناد به افشا کړم چې درنده بیه ولري


Close