تازه او عاجل خبر

فلسطین: په اقصی مسجد کې اسرائیل یهودي عبادتځای جوړوي

توره بوړه (سېشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): اسرائیل په اقصی مسجد کې دننه د البراق په غولي کې یهودي عبادتځای جوړوي.د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري په مسجد اقصی کې د کیندنو او د یهودي عبادتځای د جوړونې خبرداری ورکړی او په یاده مسله کې یې د امنیت شورا پړه بللې، په وینا یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوی په پرله پسې احتجاجونو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی چې په دې سره اسرائیلو په مسجد اقصی خپل تېری جاري ساتلی.
د العالم د تلوېزیون د راپور مطابق د مسجد اقصی په لویدیځ او د المغاربه په دروازه کې اسرائیلو د یهودي عبادتځای په اساس د بیلدوزرونو په واسطه کیندنې جاري ساتلي.
تېره ورځ د حماس ډلې هم د یادو تېریو په اړه خبرداری ورکړی وو او ویلي وو چې داسې کړنې غبرګونونه راپارولی شي او د نړۍ په کچه اور زېږولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې یهودان د اسرائیلو په ملتیا له څه مودې را هیسې په مسجد اقصی پرله پسې بریدونه کوي او مسجد اقصی په یهودي عبادتځای د بدلولو کوششونه یې روان دي.

دا هم ولولئ  مزار: وسلوال برید کې د ښځینه کارکونکو په ګډون شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close