تازه او عاجل خبر

مزار: وسلوال برید کې د ښځینه کارکونکو په ګډون شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توره بوړه (سېشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل):
د راپورونو له مخې مزار ښار کې په یو وسلوال برید کې د کابل د ادارې د ښځینه کارکونکو په ګډون شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. برید نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې
د یاد ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د موټر سایکل سپرو له لوري د امنیتي ځواکونو په رینجر موټر ترسره شوی چې له امله یې د کابل د ادارې ۳ ښځینه کارکونکې وژل شوي او د موټر چلونکي په ګډون ۳ نورې
ټپیانې شوي. د یاد ولایت د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته یاد برید او مرګ ژوبله تائید کړې.
په دې وروستیو کې په نظامي بخش کې د ښځینه کاروکونکو کچه لوړه شوې ده چې زیاتره یې د ښارونو په مهمو نظامي بېزونو کې وظیفې اجرا کوي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  دکندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې ٢٤ تنه ګوډګيان وژل شوي دي.
Close