تازه او عاجل خبر

غزني: د کابل بانک یو تن کارکونکی د وسلوالو له لوري وژل شوی

توره بوړه (سېشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د غزني په ښار کې د ناپېژانده وسلوالو له لوري د کابل بانک یو تن کارکونکی په ډزو وژل شوی. د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت رسنیو ته ویلي: نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د غزني ښار د دويمې امنیتي حوزې اړوند د حاجي رفيع په ښارګوټي کې د کابل بانک یو کارکونکی نصیر احمد د ناپېژانده وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی. عیني شاهدان وایي نصیر احمد امنیتي پوستې ته په سل مترۍ کې د وسلوالو له لوري د سهار په ساعتونو کې ووژل شو. په دې وروستیو کې د کابل ښار سر بېره د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې هدفي وژنو زور اخیستی چې خلګ یې په اړه حکومت ملامت بولي.
د یادې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  سوریه: د اسرائیلو هوایي برید ۷۷ نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولې
Close