تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل: اتمه حوزه کې په رینجر موټر مقناطیسي ماین چاودنه شوې

توره بوړه (سېشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په اتمه حوزه کې په رینجر موټر مقناطیسي ماین چاودنه شوې. د کابل امنیتي مسؤلین وايي: چاودنه ۱:۱۵ بجه د اتمې حوزې اړوند د ستانکزي ښارګوټي تر څېرمه په رینجر موټر تر سره شوې. د دوی په وینا یاده چاودنه ځاني تلفات نه لري. د یادولو ده چې کابل ښار کې چسپکي ماین چاودنې د حکومتي منسوبینو او په نظامي موټرو تر سره کېږي، درې ورځې وړاندې د اتمې حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د عامه تصدۍ د ویاند ضیا ودان پر موټر هم مقناطیسي ماین چاودنه شوې وه چې ودان له خپلو دوه همکارانو سره په کې ژوند له لاسه ورکړ.



دا هم ولولئ  احمد سعیدي: طارق ارین که بښنه ونه غواړي داسې اسناد به افشا کړم چې درنده بیه ولري
Close