تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل: د سیاسي چارو په شنونکي احمد سعیدي وسلوال برید شوی

توره بوړه (چهارشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
راپورونه وایي کابل ښار کې د سیاسي چارو په شنونکي احمد سعیدي وسلوال برید شوی.
برید پرون له ماښام وروسته د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند دریم مکرویان سیمه کې په احمد سعیدي شوی. د سعیدي په وینا نوموړی له برید روغ وتلی خو یو تن ساتونکی یې ټپي شوی. له بله پلوه ځینې ځایي سرچینې وایي: په یاده سیمه کې برید په یو امنیتي پوسته شوی چې یو عسکر په کې ټپي شوی. دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام
په پنځمه امنیتي حوزه کې هم یوې چاودنې یو کس ټپي کړی وو.



دا هم ولولئ  کابل: اتمه حوزه کې په رینجر موټر مقناطیسي ماین چاودنه شوې
Close