
تازه او عاجل خبر
ننګرهار: د استیناف د محکمې اداري مدیر ؤوژل شو
توره بوړه (چهارشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل):
د راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې اداري مدیر د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ؤوژل شو. د استیناف محکمې رسنیو ته ویلي: نن سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند د مالوچو کوڅې تر څېرمه د استیناف محکمې د ادارې په کارکونکو برید شوی. برید کې مدیر عبدالقیوم نعیمي وژل شوی او یو بل کارکونکی ټپي شوی دی. د یاد برید مسؤلیت تراوسه چا نه دی منلی.
د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ
https://t.me/TooraboraPashto
