تازه او عاجل خبر

سوریه: د اسرائیلو هوایي برید ۷۷ نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولې

توره بوړه (چهارشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): نن سهار اسرایېلي چورلکو د سوریې په ختیځ کې د ایران پلوه القدس ځواکونو پر یو مرکز او د وسلو پر ډیپو هوایي برید کړی، چې په دې برید کې ۴۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي.د عربي رسنیو د راپور پر اساس په تېرو دوه کلونو کې د اسرایېلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې دا له ټولو ستره مرګ ژوبله ده، چې په سوریه کې ایران پلوه وسله والو ته اوړي.
د سوریې چارواکي وایي، چې په دې هوایي برید کې د القدس پر جنګیالیو سربېره د سوریې د پوځ ۹ سرتېري هم وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي. د چارواکو په وینا په ټپیانو کې د ځینو حالت وخیم دی.د سوریې رسمي اژانس “سانا” ویلي دغه هوايي برید په ځایي وخت ۱:۱۰ دقیقې د دیرالزور په ښار کې د ابو کمال پر سیمه وشو.اسرایېلي الوتکو په تېر یو کال کې په سوریه کې ۵۰ ځل هوایي بریدونه کړي، چې په کې یې په لسګونو کسان وژلي.اسرایېلو بیا بیا ویلي، چې تر څو په سوریه کې ایران پلوه جنګیالي وي، نو دوی به پرې خپل هوایي بریدونه همداسې روان وساتي.سوریه له ۲۰۱۱ ز کال را پدېخوا په جګړو کې ښکېل ده، چې تر اوسه په دغو جنګونو کې له ۳۸ زرو څخه ډېر کسان وژل شوي.

دا هم ولولئ  کابل: اتمه حوزه کې په رینجر موټر مقناطیسي ماین چاودنه شوې


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close