کورني خبرونه

کـنـدهـار:پنجوایي او ډنډ ولسوالیو کې ګوډاګیانو ته تلفات اوښتي

دکندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د صالحانو په سیمه کې تیره شپه ۰۹:۰۰ بجې داجیرو عسکرو پر پوسته باندي مجاهدینو وسلوال بریدونه تر سره کړل
دبریدونو په پایله کې د پوستې ټاوران په راکټونو ووېشتل شول خو دګوډاګیانو د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي
وروسته په سیمه کې ددښمن یوه شوبله دکمین په برید کې ویجاړه شوه
همدا راز د ډنډ ولسوالۍ شفا او ګرګانو په سیمه کي د دښمن پر دوو پوستو باندي وسلوال بریدونه تر سره شول چې ټاورونه یې تخریب شوي خو ددښمن دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي
مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی
2021/1/13



دا هم ولولئ  فاریاب: ګرزیوان کې یوتن اربکی له مجاهدینو سره یوځای شوغه
Close