
کورني خبرونه
ننګرهار کې ۵ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول
پرون شپه د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ اړوند د مهمندو تنګي په سیمه کې د مزدور رژیم ۲ اربکیان د مجاهدینو له لوري د لیزري ټوپک په مټ ووژل شول.
د شیرزادو ولسوالۍ په چارچنارو سیمه کې هم مجاهدینو ۲ مزدور عسکر وژلي دي.
په حصارک کې بیا مجاهدینو د ناور په سیمه کې د مزد رژیم په ګوډاګیانو د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ عسکر وژلی دی.
په بټیکوټ کې هم د چهاردهې په سیمه کې د سرګردان په نوم د شریرو اربکیانو په پوسته د سپکو او درنو وسلو په مټ برید وشو، خو دښمن ته د اړولي زیان په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
2021/1/13