تازه او عاجل خبر

بغلان: د طالبانو په یو برید کې د ملي اردو ۱۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

توره بوړه (پنچشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې بغلان ولایت کې د طالبانو د یو برید له امله د ملي اردو ۱۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یوې امنیتي سر چینې رسنیو ته ویلي: تېره شپه د بغلان پلخمري ولسوالۍ اړوند چشمه شېر سیمه کې طالبانو د ملي اردو ۵ عسکر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي.
سرچینه زیاتوي چې یاد برید د ملي اردو په یو پوسته د طالبانو له لوري تر سره شوی چې،
پوسته یې تخریب کړې او ۲ ټانګونه او یو شمېر وسلې یې له ځان سره وړي.
امنیتي مسؤلینو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو طالبانو بیا منلې چې د پلخمري ولسوالۍ تاجکان سیمه کې یې د ملي اردو پوسته له منځه وړې او عسکرو ته یې ګڼ مالي او ځاني تلفات اړولي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  يمني حوثيانو سعودي عربستان کې د تيلو پر تاسيساتو بريدونه کړي.
Close