تازه او عاجل خبر

دکندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې ٢٤ تنه ګوډګيان وژل شوي دي.

ځايي امنيتي سرچينې وايي تېره شپه طالب وسلوالو دامام صاحب ولسوالۍ په” اورته بوس سيمه” کې د ګډو افغان عسکرو په يو ستر مرکز بريد ترسره کړى دى.
راپور زياتوي،چې په ياد بريد کې دافغان کمنډويانو په ګډون ٢٤ تنه عسکر وژل شوي او کڼ شمير نور ټپيان دي.
دکندز ولايت امنيه قمندانۍ وياند انعام الدين رحماني ياد بريد تاييد کړى او عسکرو ته يې داوښتې مرګ ژوبلې په اړه وضاحت ندى ورکړى.
پر همدې مهال د کندز د ولایتي شورا رئیس یوسف ایوبي ویلي چې په نښته کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې د پېښې څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی استولى دى.
طالبانو لا تراوسه په دې اړه رسنيو ته سه نه دي ويلي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  جرمني: د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل د طالبانو په ګټه دي
Close