
تازه او عاجل خبرکابل حالات
کابل: د ناڅرګنده وسلوالو برید کې ۲ ښځینه قاضیانې وژل شوي دي
توره بوړه ( یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل):
امنیتي مسؤلین وایي: کابل ښار کې د وسلوال برید له امله ۲ ښځینه قاضیانې وژل شوي دي.
دغه پېښه نن سهار د ۸:۴۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند، تایمنیو سیمه کې رامنځته شوې.
پولیس وایي یاد برید د ښځینه قاضیانو په موټر تر سره شوی، چې له امله یې ۲ قاضیانې وژل شوي او ۱ ټپي شوې ده.
په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر حکومتي منسوبینو هدفي بریدونه زیات شوي دي.
تېره ورځ هم د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وه.