تازه او عاجل خبر

ننګرهار کې وسلوالو په دوه جلا بریدونه کې درې پولیس وژلي

توره بوړه ( یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې نن په ننګرهار کې ناڅرګنده وسلوالو په دوه جلا بریدونه کې درې پولیس وژلي.
یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي:
نن د سهار په ساعتونو د جلال اباد ښار پځنمه حوزه کې نا څرګنده وسلوالو پر پولیسو دوه جلا جلا بریدونه کړي.
د سرچینې په وینا لومړی برید حوزې ته نږدې د پولیسو پر تلاشۍ شوی چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي دي.
او همدا راز سر چینه زیاتوي چې دوهم برید د پنځمې حوزې اوړند د کابل هډې ته څېرمه شوی چې په خبره یې، یاد برید کې یو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي، تر دې دمه یې د پېښو عاملین نه دي نیولي خو د پولیسو له خوا یې د نیولو هڅې یې روانې دي.
په دې وروستو کې جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو لړۍ تېزه شوې ده، څو ورځې وړاندې د یاد ولایت د استیناف محکمې اداري مدیر هم د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په یو برید کې ووژل شو.

دا هم ولولئ  سعودي عربستان: د حوثي وسلوالو ۱۰ ډرون الوتکې مو رانسکورې کړي


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close