تازه او عاجل خبر

طالبان: له درې ولایتونو لسګونه دولتي منسوبین تسلیم شوي دي

 توره بوړه (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل)

راپورونه وایي په لنډه موده کې له درې ولایتونو څخه لسګونه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

له پرون څخه طالب ویاندویانو په خپلو ټوېټر پاڼو په جلا جلا توېټونو کې له هلمند کندهار او بغلان ولایتونو څخه د تسلیم شوو عسکرو شمېره ۷۸ تنه ښودلې.

ذبیح الله مجاهد پرون او نن په څو ټويتونو کې لیکلي چې د بغلان ولایت له اړوند سیمو څخه ۲۵ دولتي منسوبینو خپلې دندې خوشې کړي او له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

دغه راز د طالبانو یو بل ویاند قاري یوسف احمدي بیا د هلمند له بېلا بېلو ولسوالیو څخه د ۲۳ تسلیم شوو عسکرو شهرت او انځورونه هم خپاره کړي دي.

نوموړي په دې سر بېره، د کندهار ولایت د ارغنداب، ژړۍ، ډنډ او پنجوایي ولسوالیو څخه د ۳۰ تسلیم شوو عسکرو له شمېرې سره لیکلي چې یاد عسکر د امیرالمؤمنین حفظه الله د عمومي عفوې د فرمان په اساس له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو ته ورغلي.

دا هم ولولئ  يمني حوثيانو سعودي عربستان کې د تيلو پر تاسيساتو بريدونه کړي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هیواد له یو شمېر ولایتونو څخه له حکومتي لیکو ګڼ عسکر د حقایقو په درک کولو سره خپلې دندې خوشې کوي او له طالبانو سره یو ځای کېږي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

مهم ټکي
Close