سیاسي لېکنې

سیاست پېژندنه، د اسلام سره تلازم او ضرورت یې! (اوله برخه)

لیکوال: حمادافغان شیرزاد

دا چې حکومتونه اوس د سیاست پر لاره ډېره تکیه کوي ، هر طرفته د سیاست چرچې دي، نو غربیان کوښښ کوي چې د سیاست او اسلام تر مینځ تفریق او جدا والی راولي او خلکو ته داسې څرګنده کړي، چې د سیاست او اسلام هیڅ تعلق او اړیکه نشته او یا هم لږ تر لږه که د سیاست او اسلام اړیکه ومني نو بیا داسې پروپاګند کوي، چې د علماء کرامو او دیني طبقې د سیاست سره هیڅ کوم ارتباط او اړیکه نشته، حال دا چې د سیاست شروع د اسلام مبارک دین کړې، دوی غواړي چې ځینې بې دینه او علماء سوء د سیاست میدان ته ورګډ او خلکو ته سیاست غلط تعبیر او وړاندې کړي، ځکه چې د دغو کړیو ټول نظام د اروپا او غرب څخه الهام اخلي.

که تاریخ پورته کړو او ژور نظر پرې واچوو، د اسلام د ستر پیغمبر او بیا د هغه ملګرو په څېر سیاست او نظام اداره کولو څاری نه لیدل کیږي او نه به یې هم څوک څاری پیدا کړي.

غربیانو د همدې لپاره چې اسلامي سیاست بدنام کړي، ډېرې کړۍ یې په همدې ګمارلي، چې خلکو ته په دروغو وښایي چې د اسلام او د علماء کرامو د سیاست او نظام چلونې سره هیڅ کوم تعلق او اړیکه نشته.
په همدې اساس ومې غوښتل، چې د سیاست په موضوع یوه ماته، ګوډه لیکنه وکړم او روښانه کړم چې سیاست له موږ څخه څوک هم زیات نه پیژني او نه هم څوک د تاریخ په اوږدو کې د سیاست په میدان کې د اسلام او مسلمانانو په څېر سابقه لري.

*د سیاست لغوي او اصطلاحي تعریف او پیژندنه!*

دا هم ولولئ  د اسلام پر ضد فکري او استعماري پلانونه

د سیاست د لغوي او اصطلاحي ماناؤ په اړه علماء کرام او د نورو ادیانو خلک ډېر غږېدلي او هم یې لیکل پرې کړي، خو دلته یې فقط یو لنډه لغوي او اصطلاحي مانا کوم.

سیاست د سَاسَ یسُوس مادې څخه مصدر دی په مانا د خلکو د امورو مشري کول، نیکې لارې ته د خلکو راهنمایي کول، د حکومت او نظام چلونې هنر او یا هم رعایت او تدبیر ته ویلای شي، ځکه خو “السائس” مدبر، منتظم او سیاست پوه انسان ته ویل کیږي.

اصطلاحي تعریف د امام راغب اصفهاني، امام غزالي او امام ابوالحفص عمرالنسفي رحمهم الله درې واړو د تعریف خلاصه داسې ده : چې سیاست د الله تعالی مخلوق اصلاح کول، نېغه لار ورته ښودل، د ځمکې ابادول، الهي احکامو تنفیذ او د رعیت د کارونو څارنه او اصلاح کول په تدبیر سره.
د علامه شمس الحق افغاني تعریف لنډ خو ډېر جامع دی، هغه وایي: سیاست هغه نظام دی چې د الهي احکامو (ټول شریعت) او بشري حقوقو ساتونکی او مدافع وي.

فقهاء کرام بیا اسلامي سیاست داسې تعریفوي:
سیاست هر هغه فعل او عمل دی، چې حاکم یې د اجتماعي مصالحو لپاره ترسره کوي ، خلک اصلاح کوي اګر که دا عمل د شریعت او د رسول اللهﷺ طرف نه وضع شوی هم نه وي.

شرعي سیاست کې مهمه دا ده، چې د حاکم عمل او اقدام به د شریعت سره په ټکر کې نه وي او ټولو قواعدو او اساسي مبادیو به متکي وي او نه به د شریعت د تفصیلي دلیل سره متناقض وي.

مونږ په اوسني وخت کې د نظام او واحد مرکزیت څخه محروم او بې برخې یو، نو ځکه راباندې جابر، ظالم او د شریعت سره مخالف او له نظره یې لرې حکومتونه مسلط دي، د اسلام د خپراوي او خصوصاً په اوسني وخت کې، چې کفر په دنیا غلبه کړې او د حقیقي اسلام نه سکروټه جوړه شوې، ساتنې او دفاع لپاره نظام ته ډېره زیاته اړتیا ده، ځکه که نظام ولرو د هر اړخ او حکومت سره خبرې کولای شو، د اسلامي نظام او سلطنت سرحدات ساتلای، د خپلو دیني، ملي ارزښتونو دفاع ښه په نره او ډاډه زړه کولای شو او که یو څوک د اسلام ، پیغمبر، قرآن، او یا هم نورو شعائرو او ارزښتونو سپکاوی او توهین وکړي، نو ښه په زغرده یې ځواب ویلای شو.
تاریخ که پورته کړو او ژوره مطالعه یې وکړو، نو زموږ اسلاف د سیاست په میدان او نظام اداره کولو کې ستره سابقه لري، د رسول الله ﷺ او د هغه د ملګرو سیرت ټول سیاست سیاست دی، د غربیانو د ټول نظام جوړونه زموږ د دوهم خلیفه عمرفاروق رض د نظام څخه الهام اخلي او که لږ ورزیاته کړو نو په اندلس کې د امویانو خلافت ….. هم د غربیانو پر مخ زموږ یوه درنه څپیړه وه، هغه وخت مسلمانانو په اندلس کې دومره پرمختګ کړی وو، چې د ټولې اروپا نه به غربیان د مسلمانانو ځمکو ته راتلل دلته به یې هر قسمه پوهه او تعلیم ترلاسه کولو ، عثماني خلافت او سلطنت هم زموږ د سیاست یوه لویه برخه ده.
نور بیا ان شاءالله.

دا هم ولولئ  زړه بوږنوونکي قتلونه د څه لپاره؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
مهم ټکي
Close