
تازه او عاجل خبر
ډاکټر نعیم: د یونیسیف له مشرانو سره د پولیو او د نورو وبایي ناروغیو د واکسینونو په اړه بحث وشو
توره بوړه ( دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو او داسيايي هیوادونو لپاره دملګرو ملتونو دډبلیوایچ او.او یونیسیف د مشرانو ناسته شوې.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ وایي: “پرون مازديګر دا.ا.اسياسي مرستیال او سياسي دفتر رئيس محترم ملابرادر اخوند او ورسره هیئت د اسيايي هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ډبلیوایچ او. او یونیسیف د مشرانو سره لیدنه وکړه”
دغه راز نوموړی زیاتوي چې په یاده ناسته کې
په افغانستان کې د پولیو په ګډون د کورونا او نورو وبائي ناروغیو د واکسینونو او تداوئ په اړه بحث شوی.
د ډاکټر نعیم په وینا اسلامي امارت د خپل ولس لپاره د صحي خدماتو وړاندې کول او ورته زمينه برابرول خپل مسئوليت ګڼي.
نو په همدې اساس د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو د ملګرو ملتونو صحت سازمان ته د خپلو اصولو له مخې د پوره همکارئ ډاډ ور کړی او د دوی له ټولو خدمتونو يې مننه کړې
د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ
https://t.me/TooraboraPashto
