تازه او عاجل خبرکابل حالات

ذبيح الله مجاهد:چريکي مجاهدينو کابل ښار کې د څار د کيمرو مسٶل وژلى دى

توره بوړه (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
راپورونه وایي چې کابل ښار کې د څار د کیمرو مسؤل په یو وسلوال برید کې وژل شوی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يو خبر کې ويلي، “چې د دوي زړورو چريکي مجاهدينو تير ماښام د کابل ښار پنځمې ناحيې اړوند افشارو سيمه کې يو مهم افسر،چې په کابل ښار کې د څار د کيمرو د کنټرول مسٶل وو وژلى دى”.

دغه راز نوموړی زیاتوي چې له بريد وروسته چریکي مجاهدین خپلو سنګرونو ته روغ رمټ راستانه شوي.

دابريد په داسې حال کې دى چې څه موده وړاندې امرالله صالح د کابل ښار د امنيت په باب يو لړ مراسمو کې ويلي وه چې د کابل د امنيت په خاطر دوي په ټول ښار کې د څار کيمرې نسبوي.

حکومت لا تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.



دا هم ولولئ  په څلورو ولایتونو کې ۶۰ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي
Close