ځانګړی راپور

بین الافغاني مذاکرات، د جګړې شدت او د هیواد حالات

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل اونۍ، په میاشتو واوښتې او څنګه چې تمه وه د هغې خلاف ډېر ورو روان دي. له بین الافغاني مذاکراتو مخکې داسې ګومان کیدو، چې د مذاکراتو له پیل سره به جګړه کمه او یا ختمه شي، خو دا هم د تمې پر خلاف کار شو. که څه هم د اسلامي امارت ویاندویانو بیا بیا ویلي، چې دوی د دوحې د تړون پر اساس د جګړې کچه څلوېښت سلنې ته ټیټه کړې، خو بیا هم د تېر په پرتله د هېواد په پلازمېنه او سترو ښارونو کې د هدفي وژنو ترڅنګ د مقناطیسي ماینونو د چاودنو کچه لوړه شوې.
داسې ورځ نشته، چې په کابل ښار کې دې کومه چاودنه او یا هدفي وژنه ترسره نشي، خو د چاودنې او وژنې عامل نه معلومېږي. که څه هم یو لړ ګومانونه او ثبوتونه شته، چې په دغه چاودنو او وژنو کې د حکومتي کړیو لاس دی او له وخت او حالت څخه په استفاده هڅه کوي، چې خپل سیاسي او یا مادي مخالفین له منځه یوسي او د پړې ګوته یې نامعلوم لوري ته ونیول شي.
دغه هدفي وژنې او چاودنې کومه ساده خبره نده؛ بلکې هره ورځ د نړۍ د نظامي او سیاسي چارواکو غږونه اورو، چې پورته کېږي او د دغو وژنو او چاودنو د غندنې ترڅنګ ټینګار کوي، چې بین الافغاني مذاکرات دې چټک شي ترڅو د دا ډول کړنو مخه ونیول شي.
اشرف غني د کابل له کابو وتلي حالت لپاره خپل مرستیال امرالله صالح ته دنده ورکړه، چې د کابل امنیت په خپل لاس کې واخلي او په هر قیمت چې کېږي ددې لړۍ کړۍ پرې کړي، خو امرالله صالح سره له دې چې هره ورځ په کابل ښار کې د ګڼو کسانو د نیولو خبر ورکوي، خو دغه چاودنې او وژنې يې نه کمې کړای شوې او نه یې مخه ډب کړای شوه.
صالح ددې چاودنو او وژنو د مخنیوي لپاره د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې په کابل ښار کې کور په کور عملیات وکړي او د ټولو هوټلونو، مدرسو او میلمستونونو د کارکوونکو، زده کوونکو او اوسېدونکو هویتونه ثبت کړي او بایمیتریکونه یې وکړي، خو بیا هم ونه توانېد، چې کوم بدلون راولي.
د یادو کور په کور عملیاتو په ترڅ کې یې یوازې په تېره یوه میاشت کې له ۳۵۰۰ پورته کسان ونیول، خو بیا هم حالت کوم تغیر ندی کړی او ان د کابل په زړه کې موټرسایکل سپاره په ډزو حکومتي چارواکي او خبریالان په نښه کوي او له منځه یې وړي.
دا یوه پوښتنه ده، چې اخر دا کارونه په دومره جرئت څوک کولی شي او ولې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره دې وژنو او چاودنو زور واخیست؛ یا دا چې که دا چاودنې او وژنې د جګړې له ښکېلو لوریو کوم یو کوي، نو په دې حساسو شېبو کې یې له دې کړنو موخه څه ده او کومې لاس ته راوړنې یې په پام کې دي؟
ددې پوښتنو ځواب ګونګ دی او هیڅوک پرېکنده نشي ویلی، چې څوک دا چاودنې او بریدونه کوي، خو د دغو چاودنو ډېرښت په لویه کچه دا اندېښنې را پورته کړي، چې که دغه حالت دوام وکړي، نو دا به هغو خلکو ته د تخریب او فعالیت لاره نوره هم پرانیزي، چې غواړي جګړه وغځېږي او د جګړې په لمبو کې خپلې ګټې ژوندۍ وساتي.
مونږ د ډېرو حکومتي چارواکو څرګندونې اورو، چې دوی په دې چاودنو او وژنو کې حکومتي کړۍ ملوثې بولي او وایي، چې دغه کړنې خاصې کړۍ د خپلو خاصو مفاداتو د ترلاسه کولو لپاره کوي.
څرګنده بېلګه یې د ملي امنیت له لوري په غور ولایت کې د ولایتي شورا د غړي عزت الله بیګ تازه وژنه ده، چې په خپله د حکومت د ملي امنیت یوې خبرپاڼې وویل، چې عزت الله بیګ دوی ځکه وواژه، چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود. ملي امنیت پر نورو ادعاو سربېره د صدای غور د راډیو د خبریال بسم الله ایماق او د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمان عطشان په هدفي وژنو کې د عزت الله بیګ مستقیم دخالت وښود.
تر کومه چې مونږ ویلی شو په هېواد کې د روانو هدفي وژنو او چاودنو تر شا د یوې کړۍ او ډلې لاس ندی؛ بلکې ګڼ لاسونه په انفرادي توګه فعال دي او هر یو هڅه کوي، چې د حالت له تغیر مخکې خپل مخالفین په نښه کړي.



مهم ټکي
Close