تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل کې د مخابراتو وزارت اړوند موټر باندې چاودنه شوې

توره بوړه (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې کابل ښار کې د مخابراتو وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې.

د کابل پولیس وایي: دغه د سړک د غاړې ماین چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شورا په سړک رامنځته شوې.

د پولیسو په وینا د چاودنې هدف د مخابراتو د وزارت اړوند پراډو موټر وو چې له امله یې موټر ویجاړ شوی خو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې پر حکومتي چارواکو د چادونو لړۍ لا پسې تونده شوې ده.

پرون هم د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه فتح الله په لسم سړک د قاضیانو پر یوه موټر وسله وال برید وشو چې په ترڅ کې یې دوه قاضیانې ووژل شوې او دوه نورې ټپیانې شوې



دا هم ولولئ  بلوچستان کې د پاکستا د بحري ځواک دوه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
Close