تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل کې د نن ورځې دوهمه چاودنه د ولسي جرګې په غړي شوې

توره بوړه (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې کابل ښار کې نن ورځ دوهمه چاودنه ده چې د حکومتي چارواکو په موټرو تر سره کېږي.

لومړۍ چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د مخابراتو وزارت د کارکوونکو په موټر شوې چې د امنیتي سر چینو له قوله دوه کسان په کې ژوبل شوي دي.

دوهمه چاودنه د کابل ښار یولسمې امنیتې حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر موټر شوې چې د پولیسو په وینا چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې نږدې هره ورځ مقناطیسي ماین چاودنې تر سره کیږي چې د ګڼو چاودنو هدف د حکومتي چارواکو موټرې وي چې تر ډېره په کې د حکومت مهم اشخاص خپل ژوند هم له لاسه ورکوي



دا هم ولولئ  سعودي عربستان: د حوثي وسلوالو ۱۰ ډرون الوتکې مو رانسکورې کړي
Close