
تازه او عاجل خبر
بغلان کې ۸ تنه عسکر د طالبانو په یو برید کې وژل شوي
توره بوړه ( دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
راپورونه وایي بغلان ولایت کې د حکومتي ځواکونو په یوه پوسته د طالبانو له لوري برید شوی چې ګڼو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
یوې سمه ییزې سر چینې رسنیو ته ویلي دي چې برید تېره شپه د بغلان سمنګان په لویه لاره د پلخمري په سیمه کې شوی.
د سر چینې په وینا په یاد برید کې پوسته په بشپړ ډول له منځه تللې ۲ ټانګونه سوځېدلي ۸ عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز سرچینه زیاتوي چې د څو تنو نادرکه شوو عسکرو جسدونه شاید د پوستې د رالوېدلو دیوالونو لاندې وي.
د وژل شوو عسکرو خپلوان د پلخمري ولایتي روغتون ته د مړو ترلاسه کولو لپاره راغلي دي، او په حکومت یې د بې پرېوایۍ تورونه لګولي.
طالبانو او حکومت تر دې دمه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته په رسمي ډول څه نه دي ویلي
د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ
https://t.me/TooraboraPashto
