تازه او عاجل خبرځانګړی راپور

پر اقصی مسجد پر لپسې بریدونه او سپکاوي د څه لپاره؟

له کومې ورځې چې د اقصی مسجد د اسرایېلي ځواکونو لاسونو ته لوېدلی؛ له هغې وروسته د اقصی د مسجد سپکاوی په پرلپسې ډول په یوه تاکتیکي بڼه او پلانیزه طرحه هره ورځ وده کوي او په دې سپکاوي کې ډېرښت رامنځ ته کېږي؛ خو په دې وروستیو میاشتو کې پر اقصی مسجد د یهودي مسجد د مدرسو د طالبانو او استادانو له لوري پرلپسې بریدونه او د مسجد پر سپکاوي سربېره د لمونځ کوونکو وهل او سپکول هغه څه دي، چې اوس یې د یو معمول بڼه خپله کړې.

نېږدې یوه اونۍ وړاندې د اسلامي نړۍ د علماو اتحادیې هم پر اقصی مسجد د اسرایېلي ځواکونو پر ملاتړ د یهودي مدرسو روان بریدونه وغندل او د اسلامي هېوادونو له مشرانو یې وغوښتل، چې د اقصی د مسجد پر وړاندې دې د یهودانو کړنې وغندي او د بیت المقدس ملاتړ دې وکړي.
د اسلامي نړۍ د علماو اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د اسرایېلي ځواکونو له لوري د فلسطین پر ځمکه د کورونو د جوړولو د غندنې ترڅنګ وویل، چې پر اقصی مسجد د یهودانو پرلپسې بریدونه او سپکاوی یو ستر وحشت دی.
خو اوس اسرایېلو پر دغو سپکاویو سربېره د اقصی مسجد په دننه کې کیندنې هم پیل کړي او غواړي خپل مذهبي عبادتځای پرې جوړ کړي. د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د همدې کیندنو په اړه پر نړیوالو غږ وکړ، چې مخه یې ونیسي او د امنیت شورا یې پړه وبلله، چې د دوی له بیا بیا احتجاج سره سره په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا هیڅ غبرګون ندی ښودلی او دغې د غبرګون د نه ښودو له امله اسرایېلو دا جرئت ترلاسه کړی، چې د اقصی په مسجد کې خپلې کیندنې روانې وساتي.
د العالم د تلویزیون د راپور پر بنسټ تازه یهودانو په اقصی مسجد کې د یهودي عبادتځای د جوړولو لپاره د البراق انګړ، د مسجد په لویدیځ او د المغاربه په دروازه کې خپلې کیندنې روانې ساتلي او په بیلدوزرونو کار کوي.
په فلسطین کې د اسرایېلو پر ضد جنګېدونکي جهادي ډلې حماس هم څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و، چې اسرایېل په اقصی مسجد کې له تیږې جوړ یو ګمبد نړوي او پر ځای یې د یهودي مذهب یو عبادتځای جوړوي. حماس ګوتڅنډنه هم کړې وه، چې د اسرایېلو دا ګام به غچ ولري او د نړۍ په کچه به اور وزېږوي.
حماس ویلي وو، چې “د اقصی جومات د دې ټولو جوماتونو او سیمو په ځانګړي توګه د ډبرې گنبد یو بشپړ اسلامي جومات او د مسلمانانو لپاره یو سپیڅلی ځای دی او هیڅ څوک حق نه لري، چې ړنګ یې کړي”.
نېږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د فلسطین د رسنیو مرکز په یو راپور کې ویلي وو، چې لسګونو اسرایېلیانو په القدس کې پر اقصی مسجد برید وکړ او په مسجد کې یې د شمعې د بلولو هڅه وکړه. د فلسطین رسنیو ویلي وو، چې دغه برید د یهودي مدرسو او اسرایېلو د استخباراتو له لوري شوی او د مسجد سپکاوی یې کړی.
ویل کېږي، چې دغو برید کوونکو غوښتل د اقصی مسجد په باب الاسباط کې د خپل مذهب مطابق د یهودي مذهب د اختر په ورځ یو ستر شمعدان ولګوي. اسرایېلي پولیسو د مسجد هغه پیره داران هم وهلي وو، چې د برید کوونکو د مخنیوي هڅه یې کړې وه.
دوه ورځې وړاندې یو ځل بیا اسرایېلي سرتېرو پر اقصی مسجد هجوم ور ووړ او د مسجد سپکاوی یې وکړ. د فلسطین د رسنیو د مرکز پر وینا په تازه دغه اقدام کې یې د اقصی د مسجد په دیوالونو پوسټرونه هم ولګول.
دغه ډول کړنې کومې سطحې کړنې ندي او نه هم اتفاقي رامنځ ته کېږي، بلکې دا قصدي اعمال دي، چې غواړي د بیت المقدس اوسېدونکي ورسره عادي کړي او څه موده وروسته د مسجد سپکاوی یوه عادي چاره شي. د بیت المقدس د نیولو کیسه هم همداسې وه، چې په لومړیو کې ټولې نړۍ نارې وهلې، چې د بیت المقدس دفاع به وکړي، خو اسرایېلو په تدریج د بیت المقدس د نیولو لړۍ مخې ته یوړه او اخر د نورې نړۍ لپاره څه، چې ان د بیت المقدس د اوسېدونکو لپاره هم یوه عادي خبره شوه او هیچا هغسې مقاومت ونکړ لکه څنګه چې لازمه وه.
تازه سپکاوي او تدریجي کیندنې هم د همدې لپاره دي، چې په تدریج د اقصی مسجد له منځه یوړل شي او پر ځای یې د یهودیانو عبادتځای ودان شي.

دا هم ولولئ  کـنـدهـار کې د کابل ادراې ۳۵ تنه عسکر او اربکیان مجاهدینوسره یوځای شول


Close