تازه او عاجل خبرځانګړی راپور

بین الافغاني مذاکرات به په ټپه ودرېږي که نه؟

د کابل د حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري څو ورځې وړاندې وویل، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو روان رسمي جریان په ټپه ولاړ دی او د اسلامي امارت مذاکراتي پلاوي له دوی سره له نهه ورځو راپدېخوا کومه رسمي ناسته نده کړې. د نادر نادري له دغې خبرې دادی شپږ ورځې نورې هم تېرې شوې، خو لا هم د کومې رسمي ناستې خبر ندی ورکړل شوی.
اوس پوښتنه داده، چې هغه کومې ستونزې دي، چې د مذاکراتو په دې حساس پړاو کې د ناستو خنډ شوي او خبرې یې درولي دي؟
زمونږ د معلوماتو له مخې د مذاکراتي ناستو جریان اوس هم روان دی، خو په لوړه کچه ندی؛ بلکې ناستې په وړه کچه روانې دي. دا چې د لوړې کچې له ناستو ولې د ټیټې کچې ناستو ته خبره رالوېدلې، زمونږ د معلوماتو له مخې درې لاملونه لري؛ یو د دوحې د تړون له مخې په درې میاشتو کې د اسلامي امارت د ټولو بندیانو نه ازادېدل، بل د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه د امریکا د نوي حکومت د پرېکنده دریځ نه څرګندېدل او درېیم د دوحې د تړون له مخې له تور لېسته د طالبانو ایستل.
د دوحې د تړون پر اساس باید د اسلامي امارت ټول بندیان د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وروسته په درې میاشتو کې ازاد شي، خو اوس چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل راپدېخوا له درې میاشتو هم ډېره موده تېره شوې، بیا هم د اسلامي امارت پاتې ټول بندیان په زندانونو کې پراته دي او ندي ازاد شوي. همدا ډول تر اسه د الامي امارت نوم هم له تور لېسته ندی وتلی.
دا هغه څه دي، چې مسکو ته د اسلامي امارت د رسمي پلاوي د غړو په خبري ناسته کې راڅرګند شول او ددغې پلاوي غړي عمار یاسر رسنیو ته په ډاګه وویل، چې بین الافغاني مذاکرات ځکه ټکني شوي، چې د دوحې تړون له ژمنې سره سم ندی عملي شوی. نوموړي وویل، چې د دوحې د تړون پر اساس باید د دوی ډول بندیان ازاد شي، خو لا هم ندي ازاد شوي. د عمار یاسر پر وینا تر اوسه له تور لېسته د اسلامي امارت د مشرانو نومونه هم ندي وتلي.
که څه هم رسماً لا تر اوسه ندي ویل شوي، چې ددې مذاکراتو د لړۍ د پڅېدو یو لامل د جوبایډن د نوي حکومت له لوري له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستو په اړه د رسمي دریځ نه څرګندېدل دي، خو یو شمېر سرچینو یاد لامل هم ښودلی.
تر کومه چې د دواړو لوریو د مذاکراتي پلاو د غړو څرګندونې دي، نو په څرګنده لیدل کېږي، چې تر اوسه د دوحې د تړون ځینې بندونه ندي عملي شوي او تر کومه چې دغه بندونه عملي نشي، نو د بین الافغاني مذاکراتو مخې ته به خنډونه همداسې ولاړ پاتې شي او ممکن د دریځونو د سختوالي له امله په ټپه ودرېږي.
د کابل د چارواکو له ګڼو څرګندونو دا په ډاګه کېږي، چې کابل په لوی لاس غواړي د دوحې د تړون د ځینو بندونو مخې ته خنډونه ایجاد کړي او بین الافغاني مذاکرات له داسې یو پړاو سره مخ کړي، چې بېرته منزوي شي او دوی خپل واک ته دوام ورکړي.
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د اسلامي امارت مرستیال مشر شیر محمد عباس ستانکزي، چې په دې وروستیو کې په مسکو کې کومې څرګندونې وکړې؛ له هغو د اسلامي امارت قاطع دریځ راڅرګند شو او دا ترې را په ډاګه شوه، چې ترڅو د دوحې د تړون ټول بندونه نه وي عملي شوي، نو دغه مذاکرات به مخ کې لاړ نشي.
اسلامي امارت د دوحې په تړون کې د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د ازادۍ په غوښتنه کې د خپل قاطع دریځ کامیاب امتحان ورکړ. هغې ته په کتو مونږ ویلی شو، چې روان مذاکرات به هم تر هغو مخکې لاړ نشي ترڅو چې د دوحې د تړون ټول بندونه او په کې شوې ژمنې نه وي عملي شوې.

دا هم ولولئ  د زابل ولایتي شورا رییس د خونړي برید ښکار شو


مهم ټکي
Close