ځانګړی راپور

که امریکا د دوحې تړون ته ژمنه نشي؛ اسلامي امارت ته یې څه ګټه ده؟

نېږدې یو کال وړاندې په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې تړون لاسلیک شو. د تړون له شرطونو یو شرط دا و، چې د ۲۰۲۱ز کال په مۍ میاشت کې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او په دغې موده کې به د اسلامي امارت مجاهدین پر ټولو بهرنیو ځواکونو کوم برید نه کوي.
اسلامي امارت د تړون له لاسلیک وروسته تر ننه پر خپله کړې ژمنه کلک ودرېد. په خپله امریکایي چارواکو هم یوه میاشت وړاندې رسنیو ته وویل، چې د تړون له لاسلیک وروسته تر اوسه په افغانستان کې پر هيڅ کوم بهرني پوځي او یا مرکز برید ندی شوی.
امریکایي چارواکو د خپل نوي حکومت له راتلو مخکې بیا بیا ویل، چې دوی به د تړون له مخې د ۲۰۲۱ز کال په مۍ میاشت کې خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي، خو یوازې د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یو ځل ویلي وو، چې که دی په ټاکنو کې بریالی شي، نو ډېر کم شمېر پوځیان به د مۍ له میاشتې وروسته هم په افغانستان کې وساتي.
وروسته چې جوبایډن د امریکا په ټاکنو کې بریالی شو، نو لومړی کس د جوبایډن د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن و، چې ویې ویل “د دوی حکومت به د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د شوي تړون بیا کتنه وکړي او له بیا کتنې وروسته به د دوی حکومت له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستو په اړه خپل رسمي دریځ اعلانوي”.
له بلینکن وروسته د امریکا د سنا مجلس یو شمېر غړو د امریکا له حکومته وغوښتل، چې د دوحې تړون مات کړي او د مۍ د میاشتې له را رسېدو وروسته هم په افغانستان کې امریکایي پوځیان وساتي.
تازه د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ویلي، چې ممکن دی د مۍ له میاشتې وروسته هم په افغانستان کې یو شمېر امریکایي پوځيان ولري او د دوحې له تړون سره سم د مۍ تر میاشتې له افغانستانه خپل ټول پوځیان ونه باسي.
د امریکایي لوړ پوړو چارواکو له تازه څرګندونو داسې بريښي، چې ممکن امریکا پر خپله ژمنه پښې کېږدي او د دوحې تړون مات کړي. که څه هم اسلامي امارت بیا بیا پر امریکا غږ کړی، چې تړون ته ژمن پاتې شي او د دوحې له تړون سره سم پر ټاکلې نېټه خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.
اسلامي امارت پر امریکا سربېره نړیوالو ته هم په ډاګه کړې، چې که امریکایي ځواکونه د دوحې له تړون سره سم پر ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي، نو پایلې به یې خطرناکې وي او ممکن په ناوړه پایلو کې یې د سیمې او نړۍ هېوادونه هم متضرر شي.
د شنونکو په باور که جوبایډن په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کولو پرېکړه وکړي، نو دا به د امریکا لپاره پر نظامي زیانونو سربېره ستر سیاسي زیانونه هم ولری؛ ځکه په تېرو شلو کلونو کې امریکا او ورسره مل لویدیځو رسنیو نړۍ ته د اسلامي امارت بڼه داسې انځور کړې وه، چې ګوندې دوی يوه بې اصوله وسله واله ډله ده او یوازې وژنه پېژني، خو پر نور څه نه پوهېږي. اوس که امریکایي ځواکونه له خپلې ژمنې سره سم له افغانستانه ونه وځي، نو نړۍ ته به دا هم په ثبوت ورسېږي، چې که د اسلامي امارت لمن له خپل دین او ځانه د دفاع لپاره په جنګیالیو ډکه ده، نو ددغې لمنې وګړي پر خپله کړې ژمنه هم ژمن پاتې کېږي، ځکه دوی د دوحې له تړون سره سم تر پایه پر بهرنیو ځواکونو او یا کومه بهرنۍ اډه برید ونکړ، خو په مقابل کې یې امریکا پر خپله ژمنه ونه درېده.
د امریکا له لوري د دوحې د تړون ماتول به اسلامي امارت ته په نړیواله کچه د یو ژمن ځواک حیثیت ورکړي او د بیا جګړې د پیل په صورت کې به یو ځل بیا وښيي، چې دوی له خپلې خاورې د بهرنیو ځواکونو ایستو ته هغسې ژمن دي لکه څنګه یې چې په لومړۍ ورځ په خپلو کې تعهد کړی و.



Close