پیغامونه اورسمي بیانونه

د دوحې د توافقنامې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

د ۱۴۴۱هـ ق د رجب په ۵ نېټه چې د ۱۳۹۸ د حوت له ۱۰ نیټې سره سمون خوري، د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د بین المللي شاهدانو او د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په وړاندې تاریخي توافقنامه لاسلیک شوه.
دغه توافقنامه د افغان ولس او د امریکې د ولس لپاره یوه تاریخي توافقنامه ده؛ ځکه چې د شل کلنې تحمیلې جګړې د پای ته رسولو په موخه شوې.
موږ ټولو په ځانګړي ډول خپل ګران ولس اوسرښندونکو مجاهدینو ته د دې تاریخي توافقنامې د کلیزي په مناسبت مبارکي وایو.
د یادې توافقنامې له مخې د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې چې له ټاکلې نېټې را په دیخوا په ۱۴ میاشتو کې به دوی، د دوی متحدین او ائتلافیان خپل ټول نظامي ځواکونه، د هغوی ټول غیر دیپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیان، روزونکي، مشاورین او خدماتي پرسونل وباسي.
بالمقابل اسلامي امارت ژمنه کړې چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو او ائتلافیانو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
د همدې تاریخي توافقنامې پر اساس د افغانستان اسلامي امارت پنځه زره او د مقابل جهت زر تنه بندیان آزاد، او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پیل شول. که څه هم متأسفانه چې دغه پروسه شپږ میاشتې و ځنډول شوه، خو دا ځنډ د افغانستان اسلامي امارت له خوا نه و.
له دې سره سره د زندانیانو خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو پیل په حقیقت کې د افغانستان د معضلې د حل او د ولس د آرامۍ او سوکالۍ د راتګ لپاره یو ښه او مثبت پرمختګ و.
د شپږ زره بندیانو آزادیدل په حقیقت کې د ولس د شپږ زره کورنیو لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ یو زیری و.
د افغانستان اسلامي امارت د یادې توافقنامې د لومړۍ کلیزې په مناسبت خپل موقف په لاندې ډول اعلانوي:
۱- اسلامي امارت له خپل لوري د توافقنامې ټولو محتویاتو ته ژمن او عملي کول يې د افغانستان د معضلې د حل او د سولې د ټینګښت یواځینۍ موثره وسیله ګڼي، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې به تحقق مومي.
۲- اسلامي امارت د توافقنامې پر بل لوري ( امریکا متحده ایالاتو) هم غږ کوي چې د توافقنامې د ټولو موادو په عملي کولو سره په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
۳ – د متباقي بندیانو خلاصون او د تورو لیستونو ختمول د توافقنامې له مادو څخه دي، چې تر اوسه نه دي عملې شوې. د بین الافغاني مذاکراتو د روانې پروسي د چتکتیا لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي. د توافقنامې د عملي کیدو په وسیله باید د وضعیت د ښه والي لپاره کار وشي، او په ناسم لوري د وضعیت له بیولو څخه ډډه وشي.
۴- د دوحې توافقنامه په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره یوه عملي لاره ایجاد کړې. که د هغې په مقابل کې د بل هر بدیل هڅه کیږي پایله به یې سر له اوسه په ناکامي محکومه وي.
۵– د دوحې د توافقنامې په اساس د افغانستان اسلامي امارت په خپلو عملیاتو کې د پام وړ کموالی راوستی دی. په لویو استخباراتي او نظامي مراکزو عملیات نه دي شوي، لوی استشهادي عملیات نه دي شوي، د ولایاتو د سقوط پلان نه دی نیول شوی، ولسوالیو ته سقوط نه دی ورکړل شوی، چې دا ټولو ته واضح او څرګند دي.
البته په دې اړه مقابل لوري خپل مسئولیت پوره نه دی ادا کړی، اوس هم بمبار، ډرون حملې، چاپې او تهاجمي عملیات چې د توافقنامې په اساس منع دی د مقابل لوري له خوا تر سره کېږي، او زیاتره ملکي خلکو ته پکې زیان اوړي، او له دې سره د جګړې کچه لوړېږي.
بل دا چې په دې وروستیو کې ځینو کړیو داسې پېښو، په ځانګړي ډول د ملکي خلکو هدف ګرځولو ته مخه کړې ده چې ګټې یې له پردیو سره تړلې دي، دوی غواړي په دې توګه وضعیت کړکچین وښيي، او د هېواد د اشغال او جګړې د دوام لپاره بهانې جوړې کړي.
۶- د ځیني عملي نیمګړتیاوو سره سره بیاهم توافقنامه لا په مثبت لوري روانه ده، چې له ښو پایلو څخه یې ټولې خواوې برخمنې دي. د همدې توافقنامې له مخې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول د امریکایي ځواکونو ډېری برخه زموږ له هېواد څخه وتلي دي. پاتې ځواکونه هم باید له ټاکلي وخت سره سم زموږ له هېواد څخه ووزي. همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت هم خپلو تعهداتو ته پوره التزام ښودلی دی، او په خپلو تعهداتو ولاړ دی.
۷- قطر هېواد، امنیت شوری او ټول هغه هیوادونه او بین المللي ناظرین چې د دوحې توافقنامې د انعقاد په مراسمو کې برخوال وو د یادې توافقنامې د بشپړ عملي کیدو مسئولیت لري چې باید پوره یې کړي.
والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۲/۷/۱۶هـ ق
۱۳۹۹/۱۲/۱۰هـ ش ــ 2021/2/28م



Close