سیاسي لېکنې

ظالم او د ظالم سره مرستندوی څوک دي؟

لیکوال: عبدالوکیل عظیمي
کله چې په دمشق کې شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله ته جلاد درو وهلو ته ورغی، نو ورته ؤیې ویل :
شیخ صاحب محترم ما اوبښه، ځکه چې زه ستا په وهلو مامور یم.
ابن تیمیه رحمه الله ورته وفرمایل: قسم په الله تعالی که چېرته ته نه وی نو دوی ظلم نه شو کولی.
سفیان ثوري رحمه الله ته یو خیاط راغی او ورته ویې ویل:
زه هغه څوک یم چې حاکم د وخت ته کالي ګنډم، آیا زه د ظالمانو سره مرسته کوونکو نه یم؟
سفیان ثوري رحمه الله ورته وفرمایل: بلکه ته ظالم یې د ظالمانو سره مرسته کوونکي هغه څوک دي چې ته ورنه د وخت حاکم لپاره کالي، تڼۍ او تار اخلې.
ابوبکر المروزي فرمائي: کله چې امام احمد بن حنبل رحمه الله حبس ( بندي )  شو نو د محبس مشر ورته راغی او ورته ویې ویل : ای ابو عبدالله! کوم حدیث شریف چې د ظالمانو او د هغوی سره مرسته کوونکو په هکله راغلی، آیا هغه صحیح حدیث دی؟
امام صاحب ورته وفرمایل : بلې، هو
د محبس مشر وویل: آیا زه د ظالمانو سره مرسته کوونکی یم.
امام صاحب ورته وفرمایل: د ظالمانو سره مرسته کوونکی هغه څوک دی چی ستا وېښتان سموي، هغه څوک دی چې تا ته کالي مینځي او هغه څوک دی چې له تا سره خرید او فروخت کوي … ته د ظالمانو څخه یې
دا هغه زرینې کرښې دي چې تاریخ ثبت کړي او مونږ هېرې کړي.
پام کوئ ورونو خویندو
په اسلامي امت کې د فکري یرغلګرو او د هغوی د وفادارو شاګردانو ( سیکولرانو لیبرلانو کمونیستانو  ملحدینو) هېڅ نوعه کمی نشته، دوی له ډېرې مودې راهیسې په دې کوښښ کې دي، چې د ساده لوح مسلمانو ذهنونه د کفر او بې دینۍ لپاره مسخر کړي، د دوی سره ناسته، د دوی خبرو ته مسکي کېدل، د دوی خبرو ته په خپل فکر کې دا ویل چې خبره خو یې بده نه ده وغیره  له دوی سره اړیکې ساتل او پالل، د دوی خبرې بدرګه کول ، د دوی سره تجارتي او ورزني معاملات کول … وغیره مو الله مه کړه د ظالمانو او یا د ظالمانو سره د مرسته کوونکو په صف کې ونه دروي.

دا هم ولولئ  *د روژې په څلورمه او پنځمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ ځینې مهمې پیښې.*

الله تعالی فرمائي:
((وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ)) سورت الهود  ۱۱۳
ژباړه : د دغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کږېږئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي، او تاسې به کوم دوست او سرپرست ونه لري چې د الله څخه مو وژغورلای شي، او له هېڅ یو ځای څخه به تاسې ته مرسته ونه رسېږي.

اللهم إني أعوذ بك أن أظلم أو أُظلم أو أجهل او يُجهل علي .
اللهم آمین یا رب



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close