سیاسي لېکنې

د دوحې تړون که مات شي، نو زیان یې چاته دی؟

رښتین خوږیاڼی
د دوحې د تړون یو کال پوره شو، خو د دواړو لوریو پر دې ډاډ نه دی شوی، چې د تړون عملي تطبیق دې شوی وي. امریکا او اسلامي امارت دواړه پر یو او بل دعوه لري، چې د دوحې تړون یې مات کړی او د دې تړون په عملي برخه کې یې کړې ژمنې نه دي ترسره کړي.
که څه هم د تړون مادې ډېرې دي، خو تر کومه چې لیدل کېږي په دې تړون کې بنسټیز توکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له القاعدې سره د اسلامي امارت د اړیکو پرېکون دی. د امریکا او متحدینو پر ضد د افغانستان خاوره نه استعمالول هم هغه څه دي، چې د دوحې په تړون کې مرکزي ټکی ګڼل کېږي.
تر کومه چې مونږ په تېر یو کال کې ولیدل، نو اسلامي امارت پر خپله دې ژمنه ژمن پاتې شو او په تېر یو کال کې یې پر هیڅ کوم بهرني مرکز، شخص یا موټر برید ونه کړ. دا خبره په خپله امریکایي چارواکو هم منلې. په خپله خلیلزاد څو میاشتې وړاندې خبریالانو ته وویل، چې طالبانو د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته پر بهرنیو اهدافو او اشخاصو هیڅ برید نه دی کړی.
مونږ وینو چې د تړون له لاسلیک وروسته کوم بل چا هم د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د متحدینو پر ضد نه ده کارولې؛ نه له افغانستانه کوم برید تنظیم شوی او نه په افغانستان کې د کومې بهرنۍ ډلې داسې غږ پورته شوی، چې امریکا او یا د امریکا کوم متحد یې ګواښلی وي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډولنډ ټرمپ د واک د پای تر مودې امریکا د دوحې تړون ته ژمنه برېښېېده او په ټاکلې موده کې یې ټاکلې اندازه سرتېري له افغانستانه وویستل، خو د نوي ولسمشر جوبایډن له راتګ سره داسې څه رامنځ ته شول، چې ښايي ممکن د امریکا نوی حکومت د دوحې تړون ته ژمن پاتې نه شي او د مۍ د میاشتې تر پای پورې خپل سرتېري له افغانستانه ونه باسي او داسې وښيي، چې ګوندې اسلامي امارت تړون مات کړی. د خپلې ادعا د ثبوت لپاره به کوښښ وکړي، چې د جګړې شدت بهانه کړي، خو دا به له پامه وغورځوي، چې په تړون کې که ویل شوي وو، چې اسلامي امارت به د جګړې کچه ۴۰% سلنه ته ټیټوي، نو دا هم ویل شوي وو، چې د کابل حکومت به هم د جګړې کچه کموي او امریکا به په غیر جنګي سیمو کې د جګړې له حالت پرته هوایي بریدونه نه کوي.
مونږ ولیدل چې په تېر یو کال کې هم امریکا په غیر جنګي سیمو بیا بیا ډرون بریدونه وکړل او هم حکومت د جګړې کچه نېږدې دوه چنده کړه.
په دغسې یو حالت کې اسلامي امارت په خپله د تړون پر بنسټ اړ دی، چې د ځان دفاع وکړي؛ له ځانه دفاع نه له تړونه سرغړونه ده او نه د جګړې د شدت دلیل.
تړون ته ژمنتیا په خپله د امریکا په ګټه ده، ځکه د همدې تړون له مخې یې په تېر یو کال کې کوم چا پوزه هم وینې نه کړه، خو که تړون مات کړي او د پاتې دوه میاشتو تر پایه له افغانستانه خپل پوځیان او څارګر حضور کډه نه کړي، نو زمونږ هم له پیله بیا ورته بسم الله ده؛ اوس مونږ له پخوا ډېر په جګړه کې پیاوړي یو او یو ځل پرځولې امریکا بیا هم راپرځولی شوو.

دا هم ولولئ  د روژې په دریمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close