ټولنيزې ليکنې

انټرنیټ او زمونږ ځوان کهول

لیکوال: سیف اسلام خیبر
زمونږ ټولنه کې چې د فیسبوک ټیک ټاک یوټیوب او دېته ورته نورو انټرنیټي افلکېشنونو بعضي استعمالوونکي چې وګورې هیڅ به دې دېته زړه ښه نه شي چې انټرنیټي اسانتیاوې دې زمونږ د ټولنې د ځوان او کشر نسل په ګټه وي او یادې په اینده کې ورته ګټه ورسوي.
د دې بعضي مذکر او مؤنث ځوانانو هغه څېره چې د مجازي نړۍ انټرنیټ پر صفحو یې راڅرګنده وې ووینې سړی هک حیران او سخت وارخطاء کړي د ادب په وجه محرم الفاظ او د حیاء په وجه سپینې او د عامه مجلس او اجتماع سره د نه شریک کولو بعضې خصوصي او لغړ الفاظ او کردار نن داسې سرعام او د دوی د خولې لومړئ خبره ګرزیدلې چې تصور کېږي دوی لکه چې د بلې دنیا یا هم د بلې غیرې اسلامي ټولني وګړي وي
تر ادب وتلې او سپک نزاکتونه او حرکات یې د مجازي نړۍ تر خپلو محدود ملګرو پورې موقوف نه دي بلکې هڅه کوي اکثر وخت چې د خپلو سپکو حرکاتو په وجه د ځان په څېر سپک خلګ ځانته متوجه کړي
دا هر څه د انټرنیټ او د سټلایټي سهولتونو او اسانتیاوو برکت دی
که د دغه دجالي او غیر مستقیم ایمان زواله او مستقیم حیاء زواله فتنې څخه د ځان او اهل د خلاصون په لټه کې سر د وخته لاس په کار نه شو ممکن بیا نړيدلي ورخونه په هیڅ قسم هڅو ونه رغؤو
د خپلو کشرانو او د خپل فامیل د ماتحت غړو څارنه او تلاش وکړﺉ د دغه فتنې څخه یې د خلاصون د ښه درمل هڅه وکړﺉ

دا هم ولولئ  د بهرنیو سیریالونو اهداف!


Close