ټولنيزې ليکنې

د اسلام پر ضد فکري او استعماري پلانونه

اسلامي امت یو مکار او غدار دښمن سره لاس په ګریوان دی چې شپه او ورځ يې تنها د اسلام او امت مسلمه سره په حسد او عناد تیریږي ، دوی شپه او ورځ پلانونه او دسیسې جوړوي تر څو مسلمان مغلوب او اسلام بدنام کړي، پدې لیکنه کې به مونږ درته هغه میتودونه او پلانونه په ګوته کړو چې استعماری طاقتونه يې د مستعمره هیوادونو او ولسونو لپاره جوړ او پلی کوي.

تجهیل: مانا جاهل جوړول د استعماري دولتونو یوله خطرناکو پلانو څخه دی چې غواړې مسلمانانو څخه جاهلان جوړ کړي ، دا ځکه چې استعمار ته به عربو استحمار یا استحماق یانی خر او یا احمق جوړول ویل ، د دې پلان په اساس دوی غواړې چې اسلامي ځوانان او پیغلې ونه توانیږي ترڅو په خپلو استعدادونو واقعیتونه درک کړي ، یا د خپل وطن د استقلال ، کامیابي او سرلوړۍ لپاره فکر وکړي، یا د خپل دین د حقانیت لپاره مطالعه وکړې، د دوی لپاره باید داسې برنامې په کار واچول شي چې دوی مصروف او محدود وساتي لکه د موسیقۍ پروګرامونه، فلمونه، جنسي او شهوتې برنامې، تلویزیون، بې فایدې لوبې ، کرکیټ ، رادیويي برنامې چې حق پکې باطل او باطل پکې حق ثابت کړي، ځوانان باید داسې وساتل شي چې په ریموت کنترول ویده او را ویښ شي، تمامه ورځ باید په شرابخانه، قمار خانه، د نڅاګانو په کلپونو او ګمراه کوونکو لارو چارو کې څلیریشت ساعته بوخت وي.

تشکیک : مانا په شک کې اچول، د دې پلان د عملي کولو لپاره مکار دښمن د اسلام په جامه کې خلک تربیه کړي دي او دوی ته يې دنده ورسپارلې ده چې تاسو باید اسلام مطالعه کړئ او هغه نکتې پکې برسیره کړي چې مسلمانان په شک او وهم کې مبتلا کړي، لکه اسلام ښځې ناقص العقل ګڼلې دي، اسلام کې ښځو ته حقوق نه دي ورکړشوي، حقوق طفل، حقوق بشر، د اسلام استاذی (پیغمبر) شهوت پرست و، العیاذ باالله حضرت عایشه رض په کوچنیتوب کې نکاح کړې ده، خو نورې بیبیانې نه یادوي چې په ۴۰ ، ۵۰ او ۶۰ کلنۍ کې ورسره پيغمبر علیه السلام نکاح کړې ده،دا د دې لپاره چې محبوب علیه السلام یو شهوت پرست انسان معرفې کړي، یا د قرآن ځینې ایتونه چې حدود او قصاص پکې بیان شوی وي تر سوال لاندې راولي.

دا هم ولولئ  د بهرنیو سیریالونو اهداف!

تطمیع : مانا چاته طمع ورکول، دغه خطرناک میتود د هغو اسلامي وګړو لپاره په کار اچول کیږي چې تعلیم ولري، تعلیم یافته خلکو ته میلیونونه ډالر ورکوي، کارخانې ورته جوړوي، پروژې ورکوي، دولتي منصبونه ورکوي،جاه او قدرت ورکوي، پیغلو ته ازادي ورکوي، د عیش او عشرت اسباب ورته ورکوي،ځینې د فحشاء او عریاني سامان ورته په ټیټه بیه مهیا کوي، تر څو يې له اصلي او مهم هدف څخه مشغول وساتي او دوی خپل اهداف په سلیس ډول تر لاسه کړي.
د یو کتاب په حواله چې د افغانستا په یو ولایت کې یوه موسیسه راغله چې ښځې کارمندانې يې نیولې او بیا به د خلکو کورونو ته تلل او پيسې يې توزیع کولې ، د دې کار په لیدو دوه ملایانو د دوی خلاف وکړ، د موسیسې یو کارمند رئیس ته عرض وکړ چې دغه رنګ دوه نفر دي او مونږ پسې خبرې کوي ، رئیس وویل چې ایا همدغه دوه نفر دي او که نور هم شته ؟ کارمند وویل چې نه بس دغه دوه نفر دي، دوی فوراً صبا ته ښار کې اعلانات وکړل چې زمونږ دوه دینې علماوو ته اړتیا ده چې مونږ سره دفتر کې د صحی مبلغ په حیث کار وکړي ، ډیرو ملایانو خپل اسناد راوړل خو رئیس پکې هغه دوه کسان انتخاب کړل او بس.

دا هم ولولئ  د بهرنیو سیریالونو اهداف!

مذهبي اختلافات : یو له خطرناکو استعماري پلانونو څخه داده چې باید مسلمانان خپل منځ کې په ډلو تقسیم او بیا وجنګول شي، پدې اساس نن مونږ تاسو شاهد یو چې مسلمانان په څو ډلو وویشل شول ، څوک وهابی دی څوک پنچپيری دی، څوک بریلی دی، څوک دیوبندی دی، څوک تبلیغی دی وغیره، هره ډله بل ته کافر او مشرک وايي هره ورځ خپلو منځونو کې مناظرې او چیلنجونه دي ، علمي استعدادونه مو په دې بدبختیو کې مصرف شول. فالی الله المشتکی

تخریب : مانا خرابول ، د مستعمرینو بله خطرناکه پروژه داده چې کله یادو شویو پلانونو کارونکړ بیا دغه پلان په کار اچوي او اسلامي علماء ، اسلامي ډلې ، اهل حق په رنګ رنګ نومونو بدناموي، کله ورته دهشت ګرد وايي ، کله انتها پسند، کله تروریست وغیره تر څو د مسلمانانو اعتماد په خپلو مشرانو ختم کړي او بیا پرې دوی خپل استعماري پلانونه پلی کړي.

تخویف : مانا ډارول ، دښمن د دې پلان په اساس کمزوري ایمان لرونکي مسلمانان له زولنو، زندانونو، تعذیبونو ، شکنجو او رنګ رنګ حربي تخنیکونو ډاروي، ترڅو د حق له ویلو ډډه وکړي او د دوی له هیڅ پروګرام سره مخالفت ونه کړي.

تفریق : مانا ویشل یا تفرقه اچول، د دې پلان په اساس دښمن د عامو مسلمانانو تر منځه داسې بې اتفاقي اچي چې باید دوی خپل منځ کې ټول عمر و جنګیږي، نیشنلزم، قوم پرستی، نژاد پرستي، د هیوادونو بارډر ، ژبني تعصبونه و غیره ټول هغه څه دي چې د تفریق په میتود کې ترې کار اخستل کیږي.

( لیکوال: د تاند او جالب قلم څښتن علامه محمدي صیب)



Close