سیاسي لېکنې

د اسلام پر ضد فکري او استعماري پلانونه

لیکوال: علامه محمدي
اسلامي امت یو مکار او غدار دښمن سره لاس په ګریوان دی چې شپه او ورځ يې تنها د اسلام او امت مسلمه سره په حسد او عناد تېرېږي، دوی شپه او ورځ پلانونه او دسیسې جوړوي تر څو مسلمان مغلوب او اسلام بدنام کړي، په دې لیکنه کې به مونږ درته هغه میتودونه او پلانونه په ګوته کړو چې استعماري طاقتونه يې د مستعمره هېوادونو او ولسونو لپاره جوړ او پلي کوي.

تجهیل: مانا جاهل جوړول د استعماري دولتونو یو له خطرناکو پلانو څخه دی چې غواړې مسلمانانو څخه جاهلان جوړ کړي، دا ځکه چې استعمار ته به عربو استحمار یا استحماق یانې خر او یا احمق جوړول ویل، د دې پلان په اساس دوی غواړي چې اسلامي ځوانان او پیغلې ونه توانیږي ترڅو په خپلو استعدادونو واقعیتونه درک کړي، یا د خپل وطن د استقلال، کامیابي او سرلوړۍ لپاره فکر وکړي، یا د خپل دین د حقانیت لپاره مطالعه وکړي، د دوی لپاره باید داسې برنامې په کار واچول شي چې دوی مصروف او محدود وساتي لکه د موسیقۍ پروګرامونه، فلمونه، جنسي او شهوتي برنامې، تلویزیون، بې فایدې لوبې، کرکیټ، رادیويي برنامې چې حق په کې باطل او باطل په کې حق ثابت کړي، ځوانان باید داسې وساتل شي چې په ریموت کنترول ویده او را ویښ شي، تمامه ورځ باید په شرابخانه، قمار خانه، د نڅاګانو په کلپونو او ګمراه کوونکو لارو چارو کې څلرویشت ساعته بوخت وي.

تشکیک : مانا په شک کې اچول، د دې پلان د عملي کولو لپاره مکار دښمن د اسلام په جامه کې خلک تربیه کړي دي او دوی ته يې دنده ورسپارلې ده چې تاسو باید اسلام مطالعه کړئ او هغه نقطې په کې برسیره کړئ چې مسلمانان په شک او وهم کې مبتلا کړي، لکه اسلام ښځې ناقص العقل ګڼلې دي، اسلام کې ښځو ته حقوق نه دي ورکړشوي، حقوق طفل، حقوق بشر، د اسلام استاذی (پیغمبر) شهوت پرست و، العیاذ باالله حضرت عایشه رض په کوچنیتوب کې نکاح کړې ده، خو نورې بیبیانې نه یادوي چې په ۴۰ ، ۵۰ او ۶۰ کلنۍ کې ورسره پيغمبر علیه السلام نکاح کړې ده،دا د دې لپاره چې محبوب علیه السلام یو شهوت پرست انسان معرفې کړي، یا د قرآن ځینې ایتونه چې حدود او قصاص په کې بیان شوی وي تر سوال لاندې راولي.

دا هم ولولئ  د روژې په دریمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

تطمیع : مانا چاته طمع ورکول، دغه خطرناک مېتود د هغو اسلامي وګړو لپاره په کار اچول کېږي چې تعلیم ولري، تعلیم یافته خلکو ته میلیونونه ډالر ورکوي، کارخانې ورته جوړوي، پروژې ورکوي، دولتي منصبونه ورکوي، جاه او قدرت ورکوي، پیغلو ته ازادي ورکوي، د عیش او عشرت اسباب ورته ورکوي،ځینې د فحشاء او عریاني سامان ورته په ټیټه بیه مهیا کوي، تر څو يې له اصلي او مهم هدف څخه مشغول وساتي او دوی خپل اهداف په سلیس ډول تر لاسه کړي.
د یو کتاب په حواله چې د افغانستا په یو ولایت کې یوه موسیسه راغله چې ښځې کارمندانې يې نیولې او بیا به د خلکو کورونو ته تلل او پيسې يې توزیع کولې ، د دې کار په لیدو دوه ملایانو د دوی خلاف وکړ، د موسیسې یو کارمند رئیس ته عرض وکړ چې دغه رنګ دوه نفر دي او مونږ پسې خبرې کوي ، رئیس وویل چې ایا همدغه دوه نفر دي او که نور هم شته ؟ کارمند وویل چې نه بس دغه دوه نفر دي، دوی فوراً صبا ته ښار کې اعلانات وکړل چې زمونږ دوه دینې علماوو ته اړتیا ده چې مونږ سره دفتر کې د صحي مبلغ په حیث کار وکړي ، ډېرو ملایانو خپل اسناد راوړل خو رئیس پکې هغه دوه کسان انتخاب کړل او بس.

دا هم ولولئ  *د روژې په څلورمه او پنځمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ ځینې مهمې پیښې.*

مذهبي اختلافات : یو له خطرناکو استعماري پلانونو څخه دا ده چې باید مسلمانان خپل منځ کې په ډلو تقسیم او بیا وجنګول شي، په دې اساس نن مونږ تاسو شاهد یو چې مسلمانان په څو ډلو ووېشل شول ، څوک وهابی دی څوک پنچپيری دی، څوک بریلی دی، څوک دیوبندی دی، څوک تبلیغی دی وغیره، هره ډله بل ته کافر او مشرک وايي هره ورځ خپلو منځونو کې مناظرې او چیلنجونه دي ، علمي استعدادونه مو په دې بدبختیو کې مصرف شول. فالی الله المشتکی

تخریب : مانا خرابول ، د مستعمرینو بله خطرناکه پروژه دا ده چې کله یادو شویو پلانونو کار ونکړ بیا دغه پلان په کار اچوي او اسلامي علماء ، اسلامي ډلې ، اهل حق په رنګ رنګ نومونو بدناموي، کله ورته دهشت ګرد وايي ، کله انتها پسند، کله تروریست وغیره تر څو د مسلمانانو اعتماد په خپلو مشرانو ختم کړي او بیا پرې دوی خپل استعماري پلانونه پلي کړي.

تخویف : مانا ډارول ، دښمن د دې پلان په اساس کمزوري ایمان لرونکي مسلمانان له زولنو، زندانونو، تعذیبونو ، شکنجو او رنګ رنګ حربي تخنیکونو ډاروي، ترڅو د حق له ویلو ډډه وکړي او د دوی له هیڅ پروګرام سره مخالفت ونه کړي.

تفریق : مانا ویشل یا تفرقه اچول، د دې پلان په اساس دښمن د عامو مسلمانانو تر منځه داسې بې اتفاقي اچوي چې باید دوی خپل منځ کې ټول عمر و جنګیږي، نیشنلزم، قوم پرستي، نژاد پرستي، د هیوادونو بارډر ، ژبني تعصبونه و غیره ټول هغه څه دي چې د تفریق په میتود کې ترې کار اخستل کیږي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close